سرخط: خبرې هله ګټورې دي چې پاکستان هلته د ترهګرو موجودیت ومني

د کابل د نن ورځې چاپي ورځپاڼو په اسلام اباد کې د ډیورند کرښې پورې غاړې ته د پرتو قومونو پر لاریون، اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر پر اهمیت او په کابل ښار کې د سړکونو په بندېدو مقالې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په اسلام اباد کې د پښتنو تاریخي مدني حرکت تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې دا حرکت ۱۰ ورځې وړاندې په اسلام اباد کې پيل شو او ډېر ژر په یوه تاریخي مدني حرکت بدل او دايې وښوده چې د ډیورند کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه د نورو ولسونو په څېر مهذب ژوند کولای شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، پښتانه ترهګر نه دي، بلکې د یوې نړیوالې توطیې ښکار ګرځېدلي دي او پاکستاني حکومت د دوی پر حقونو ډېر ناروا تېری کړی چې نور ورته د زغم وړ نه دی.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې مسئلې ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي چې که څه هم دا لاریونونه په مشروط ډول پای ته ورسېدل، خو اوس افغان حکومت ته پکار ده چې په نړیواله کچه په پاکستان کې د پښتنو د مظلومیت د رابرسېره کولو ترڅنګ د وروستیو تحرکاتو سیاسي، اقتصادي، اخلاقي او نور ملاتړ وکړي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان باید دا فشارونه احساس کړي او د نړیوالو تر داسې فشار لاندې راشي چې په دې هېواد کې د پښتنو روان ظلم، وحشت او تاوتریخوالی ودروي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د افغان حکومت دا هلې ځلې به نه یوازې د ډیورند کرښې پورې غاړې له پرتو قومونو سره مرسته وکړي، بلکې په اوږد مهال کې به دا چاره د ډیورند کرښې په تړاو د افغانانو له ملي داعیې سره هم مرسته وکړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې د "خبرې هله ګټورې دي چې پاکستان هلته د ترهګرو موجودیت ومني" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي، وړمه ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په مشرۍ یو افغان پلاوی اسلام اباد ته لاړ، ترڅو د دې هېواد له چارواکو سره د ترهګرو د له منځه وړلو او په پاکستان کې د مېشتو کډوالو په اړه خبرې وکړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې دې پلاوي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ هم له پاکستان سره خبرې وکړې، خو نتیجه يې زړه وه، هماغسې لکه چې وايي، زوړ ملا او زړې تراویح.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په کابل کې وروستي ترهګریز برېدونه او ترې ترلاسه شوي شواهد دا په ډاګه کوي چې دا حملې د ډیورند کرښې پورې غاړه پلان شوې وې، د کوټې شورا، د میرام شاه شورا، د پېښور شورا چې له نومونو يې څرګندېږي چې موقیعت يې چېرته دی، خو پاکستان بیا هم په ډېرې سپین سترګۍ وايي چې دا هېواد په خپله د ترهګرۍ قرباني دی.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي او وايي، ښه داده چې افغان حکومت چې خپله دغه انرژي له پاکستان سره يې په خبرو ضایع کوي، باید له نورو هېوادونو سره يې د وسله والو مخالفینو په ځپلو او پرپاکستان د نړۍ د فشارونو په زیاتولو وکاروي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د "د کابل ښار امنیت د لارو په بندېدو نه نیول کېږي" تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي، خلک تمه لري چې ولسمشر د کابل ښار نوی امنیتي پلان ژر منظور او اجرأ کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې له څو ورځو راهیسې د کابل ښار یو شمېر سړکونه د امنیتي تهدیداتو له امله تړل شوي او خلکو ته يې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د سرمقالې لیکوال وړاندې لیکي، په دې ښار کې دا امنیتي تدابیر وروسته له هغې سخت کړل شول چې نېږدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار د دوو انتحاري او ډله ییزو خونړیو حملو شاهد و.

د سرمقالې لیکوال لیکي، په اوس وخت کې د کابل ښار نظامي بڼه غوره کړې چې دا کار د خلکو د وېرې سبب ګرځېدلی دی.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې خلک له امنیتي ارګانونو هیله لري چې خپل امنیتي پلانونه باید په داسې شکل تطبیق کړي چې لارې ونه تړل شي او د خلکو کاروبار ته زیان ونه رسول شي.