نتانیاهو: اسرائیل سوله غواړي، خو له ایرانه د ځان دفاع ته دوام ورکوي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، هېواد یې سوله غواړي، خو له ایرانه د ځان دفاع ته به دوام ورکړي.

نتانیاهو پرون شنبه دا خبرې کړې دي.

د هغه تر خبرو مخکې د اسرائيل یوه جنګي الوتکه چې په سوریه کې یې د ایران د پلویانو وسله والو پر مرکزونو بمباري کوله، د بېرته ستنېدو پرمهال وویشتل شوه او را وغورځېده.

تر پېښې وروسته د اسرائیل صدراعظم وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې خبرې وکړې او د هغو ګواښونو پرضد چې د سوریې له خاورې پېښېدای شي، د اسرائیل او روسیې پرګډ مسؤلیت یې ټینګار وکړ.

نتانیاهو وویل:

"موږ سلا شو چې زموږ د پوځونو ترمنځ همغږي دوام وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هيدر ناوئرت پرون وویل چې اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري او دوی یې په کلکه ملاتړ کوي.

د هېدر ناوئرت په وینا، په سیمه کې د نفوذ او قدرت د زیاتولو لپاره د ایران هڅو، له یمنه تر لندنه د ټولې سیمې خلکو ته ګواښ پېښ کړی دی.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د اسرائیل د هوايي حملو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له ټولو خواوو یې غوښتنه وکړه چې د وضعیت د لا پېچلتیا مخنیوی وکړي.