په افغانستان کې ۱۳ لکه افغانان د جګړې له امله بې ځايه شوي

د افغانستان حکومت وايي، ۱۳ لکه افغانان د جګړې له امله بې ځايه شوي دي.

د مهاجرینو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمدمیاخېل پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې یوازې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۶ لکه افغانان د جګړې، خراب امنیت او نورو ستونزو له امله له خپلو سیمو کډه کېدو ته اړ شوي دي.

حفیظ احمد میاخېل وویل:

"ډېر خلک په جګړه ځپلو ولایتونو کې بې کوره شوي، لکه سږکال د شمالي ولایتونوامنیتي وضعیتخراب و، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کړې چې بې کوره شویو کسانو سره لازمې بشري مرستې وشي."

د مهاجرینو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمشنرۍ په راپور کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډسېمبر په ۱۳ مه خپور شوی، ویل شوي چې په یوه کال کې یې ۳ لکه او۳۰افغانان د کورنیو بې ځایه شویو وګړو په توګه ثبت کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په وروستي یوه کال کې لږترلږه ۵۷ زره افغان کډوال له پاکستانه بېرته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونوپه حواله، دواړه ډلې ابتدايي بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.