خوست مېشتي وزیرستاني کډوال: په یوه اړخیزه بلنه بېرته نه ستنېږو

د خوست په ګلان کمپ او د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې مېشت وزیرستاني کډوالو نن وویل، دوی یوازې د پاکستان د حکومت په اعلان او تشه بلنه خپلو سیمو ته نه ستنېږي.

دوی زیاتوي، که چېرې پاکستان حکومت يې خپل ولس بولي، نو د افغانستان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا «UNHCR» سره دې د یو درې اړخیز تفاهم لیک پر بنسټ د دوی ستنېدلو ته زمینه برابره کړي.

کډوال وايي، د پاکستان له لورې د یوې اړخیزې بلنې د مننې په صورت کې، دوی د مهاجرت ټول امتیازات له لاسه ورکوي او هلته يې هم د امنیت په ګډون، د ژوندانه د ضروري اسانتیاوو د برابرولو تضمین نه کېږي.

کډوال دا هم وايي، د سلسه وارې ستنېدو په درشل کې د مهاجرینو بېرته ستنول دا نقصان هم لري چې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري پر هغو کورنیو مرستې بندوي چې له کمپ څخه کډه بار کړي، نو کله چې د پاکستان پوځ يې له پولې کډه ستنه کړي، هغه به څه کوي؟

د خوست د کډوالو چارو د ادارې مشر هاشم حلیم وايي، د وزیرستانیو کډوالو غوښتنې پر ځای بولي او وايي چې د کډوالو د بېرته ستنېدنې او هغوی ته د پوره حقوقو د ورکولو لپاره د افغان او پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ تر منځ درې اړخیز تفاهم لیک ته اړتیا شته.

یاده دې وي د ۲۰۱۴ میلادي کال د جون له نیمايي د وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ په خوست، پکتیا او پکتیکا کې مېشتې دي او ځينې کورنۍ خو لا د مخه په څو پړاونو کې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.