د اسرائیل پوځ وایي، د سوريې دفاعي ځواک د دوی یوه الوتکه ویشتې

د اسرائیلو پوځ وایي، د سوریې هوایي دفاعي ځواکونو د دغه هېواد یوه «اېف۱۶» جنګي الوتکه وروسته له هغه ویشتلې ده چې دغې الوتکې په سوریې کې ۱۲ سوریایي او ایراني مرکزونه په نښه کړل.

د اسرائیلو «اېف۱۶» جټ الوتکه د دغه هېواد هوایي حریم ته د یوې بې پیلوټه الوتکې د داخلېدو له کبله په یوې غچ اخيستونکې حملې سره د سوریې خاورې ته ننوتله.

د اسرائیلو پوځ نن شنبه سهار وویل چې دغه الوتکه د اسرائیلو په شمال کې رالوېدلې، خو وایي چې دوه پیلوټان یې ژوندي پاتې شوي دي.

ویل کېږي د پیلوټانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو وروسته له هغه په سوریې کې د ایران د کنټرول سیسټم په نښه کړ چې ویل کېږي، د ایران بې پیلوټه الوتکه د اسرائیلو هوایي حریم ته ننوتې وه.

د اسرائیلو د پوځ ویاند جیناتان کان ریکیس پر خپله ټوېټر پاڼه دغه مطلب لیکلی او وایي:

"د سوریې دافع هوا پیاوړي راکټ د اسرائیلو«اېف۱۶»الوتکه راغورځولې ده چې پیلوټان یې خوندي دي."

تر دې وړاندې د اسرائیلو په یوې اعلامیې کې ویل شوي وو چې یوه جنګي هلیکوپټره د هغې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې په مخنیوي کې بریالۍ شوه چې له سوریې څخه اسرائیل ته ننوتلې وه.

د اسرائیل پوځ دغه راز وایي، د دې اقدام په غبرګون کې د اسرائیلو هوایي ځواک په سوریې کې د ایران مرکزونه په نښه کړل.