نېکلسن: په ټول افغانستان کې وسله وال په نښه کوو

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په جوزجان ولایت کې د داعش او په بدخشان ولایت کې د طالبانو او ختیځ ترکستان د اسلامي نهضت د افراطیانو په سر د امریکا او افغان پوځیانو په وروستیو هوايي بریدونو مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په حواله لیکلي چې:" هیڅ یوې تروریستي ډلې ته به امن پټنځای نه وي او موږ به په ټول هېواد کې هغوی په نښه کړو."

د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې د ترکستان اسلامي نهضت د شمال لوېدیځ چین د ایغور میشتې سیمې د خپلواکۍ لپاره کار کوي او د طالبانو له ملاتړ برخمن دي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په حواله لیکلي چې د امریکا هوايي بریدونه به له افغانستان سره، ګاونډیانو ته د دې ډاډ په ورکولو کې مرسته وکړي چې دا هېواد د افراطي وسله والو د عملیاتو لپاره خوندي ځای نه دی.

واشنګتن پوسټ په همدې مقاله کې په جوزجان کې د داعش ډلې په سر له هوايي بریدونو هم چې په درزاب ولسوالۍ کې شوي یادونه کړې ده.

ورځپاڼې د جوزجان د امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني په حواله ویلي په درزاب ولسوالۍ کې چې اوس داعش پکې زیات فعاله دی د امریکايي ځواکونو په برید کې یو چینايی او درې ازبک وسله وال وژل شوي دي.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د منځنۍ اسیا د وسله والو ډلو په اړه د مسکو میشتي شننونکي ارکادي دوبنوف په حواله ویلي چې د ازبکستان د اسلامي تحریک د پخواني مشر طاهر یولداش زوی هغه هڅې رهبري کولې چې هدف یې په افغانستان په خاصه توګه په شمال کې د داعش ډلې د نفوذ پراخوالی و.

بلومبرګ:

بلومبرګ انلاین خپرونې بیا په یوه جلا مقاله کې د پاکستان په هغه غوښتنه مقاله لیکلې چې له امریکا غواړي د ازغن سیم د غځولو لګښت ورکړي.

په لیکنه کې راغلي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره په پوله اغزن سیم کښینوي او مصارف یې له امریکا وغواړي.

بلومبرګ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه محمد اصف سره مرکه کړې او هغه له امریکا د اغزن سیم د لګښتونو غوښتنه یاده کړه چې امریکا به ډېره تاواني نه شي بلکې د هغه په خبره جنګ امریکا ته ډېر لګښت لري.

خواجه اصف ویلي اغزن سیم به د هغو وسله والو مخه ونیسي چې دواړو هېوادونو ته اوړي را اوړي.

امریکا متحده ایالتونو په وروستیو کې په پاکستان فشارونه زیات کړي او تر دوه میلیارده ډالره پوځي مرستې یې د دې لپاره پرې بندې کړي چې په خبره یې پاکستان ترهګر نه دي ځپلي او امریکا یې له کلونو راهیسې تېر ایستې ده.

صفي الله ستانکزی