موحد: د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور ۱۳ تنه نیول شوي

په مرکز او ولایتونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ۱۳ تنه ونیول شول.

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند، خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له دې ۱۳ تنو څخه پنځه‌یې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر له لارې هند ته د ۳.۶۸۵ کېلو ګرامه هیروئینو د قاچاق پر مهال نیول شوي دي.

اته تنه نور بیا د هېواد په شپږو ولایتونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي چې درې کېلو ګرامه هیروئین، ۱۷۷ کېلو ګرامه تاریاک او څه باندې ۵۸۰ کېلو ګرامه چرس هم ورسره نيول شوي دي.