ټرمپ او مودي د افغانستان پر مسئلې ټلیفوني خبرې کړي

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د هندوستان له صدراعظم ناریندرا مودي سره د افغانستان د جګړې په شمول پر څو سیمه ییزو مسئلو ټیلفوني خبرې کړي دي.

د سپینۍ ماڼې په اعلامیه کې چې د پنجشنبې به ورځ خپره شوه راغلي چې دواړو مشرانو په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع د وزارتونو مرستیالانو د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کې په افغانستان کې د هند رول رغونکی بللی وو او ویلي یې وو چې هندوستان د امریکا سره په ګډه د افغانستان په بیا رغونه، اقتصاد او بشري چارو کې مهم رول لوبوي.

واشنګټن په دې وروستیو کې د هندوستان ګاونډي او سیمه ییز رقیب پاکستان ته میلونونه ډالر پوځي مرستې ځنډولي او له اسلام اباد یې غوښتي چې پر خپله خاوره دې د هغو ترهګرو ډلو خلاف اقدامات وکړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

هند په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې او همکارۍ پراخې کړي.

سپینه ماڼۍ وايي د امریکا او هند مشرانو په دې ټیلفوني مکالمه کې د هغو شا او خوا شپږ سوه اتیا زرو روهنګیه مسلمانانو پر وضعیت هم خبرې وکړې چې تېر کال په برما کې له تاوتریخوالي ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډه شوي دي.