وزیري: په شمال کې هوايي حملو ۱۲بهرني وسله وال وژلي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په شمال کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو هوايي عملیاتو کې لږترلږه دولس بهرني جنګیالي وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري آزادي راډیو ته وویل چې پرون او وړمه ورځ د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر مرکزونو په هوايي حملو کې د شپږو بهرنیانو په ګډون ټول اتلس وسله وال او د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو په هوايي حملو کې د تاجکستان شپږ وګړي وژل شوي.

جنرال وزیري د وردوج عملیاتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې افغان او نړیوالو ځواکونو دا هوايي عملیات په ګډه کړي دي:

"په یوه ورځ کې چې شپږ تنه بهرنیان ووژل شول، د بهرنیو قواوو هوايي ځواکونو عملیات ترسره کړي وو، خو موږ هم هلته هوايي عملیات کړي چې په هغو کې هم دښمن ته ډېر زیان اوښتی دی."

د وسله والو طالبانو او داعش ډلې له خوا په کابل او ولایتونو کې له خونړیو حملو وروسته افغان او نړیوالو ځواکونو هم د داعش ډلې او هم د وسله والو طالبانو پر مرکزونو حملو ته زور ورکړی.