امریکا ۳ پاکستان مېشتي وسله‌وال د بندیزونو په لېست کې شامل کړل

د امریکا حکومت په پاکستان کې ۳ مېشت وسله‌وال د نړیوالو ترورېستانو په لېست کې شامل کړل.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې واشنګټن پر اسلاماباد فشارونه زیات کړي څو په خپله خاوره کې د وسله‌والو د فعالیت مخنیوی وکړي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون چهارشنبه وویل چې رحمان زېب فقیر محمد، حزب‌الله استم خان او دلاور خان نادرخان‌يې د بندیزونو په هغه لېست کې چې د نړیوالو ترورېستانو لپاره ځانګړی شوی، شامل کړي دي.

هغوی په پاکستان کې له وسله‌والو، لشکر طیبه، د افغانستان له طالبانو او القاعده سره د تړاو په خاطر تر بندیزونو لاندې نیول شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې ویل شوي چې هغوی افراطي ډلو ته مالي او لوژستیکي مرستې کولې، چاودېدونکي مواد یې ورته برابرول او د ټکنالوژۍ په برخه کې یې هم کمک ورسره کاوه.

د ترورېزم او مالي استخباراتو په ارتباط د امریکا د خزانې وزارت مرستیالې سیګال ماندلکر ویلي چې د هغو افراطي وګړو موندلو ته په شدت دوام ورکوي چې د ترورېستي سازمانونو ملاتړ کوي او په جنوبي اسیا کې د غیر مشروع مالي شبکو چلوونکي دي.

سېګال ماندلکر ویلي:

"موږ پر پاکستان او د سیمې پر نورو حکومتونو غږ کوو چې همکاري راسره وکړي څو داسې خطرناک وګړي او سازمانونه د پناه ځای پېدا نه‌کړي."