کرزی: امریکا دې د پاکستان پر استخباراتي ادارو بندیزونه ولګوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا پر حکومت غږ وکړ چې د پاکستان پر استخباراتو او امنیتي ادارو بندیزونه ولګوي.

ښاغلي کرزي پرون چهارشنبه له اسوشیټېډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې پر پاکستان تور پورې کړ چې وسله‌والو طالبانو ته‌یې پناه ورکړې او ویې‌ویل چې امریکا باید په پاکستان کې اقدام وکړي، خو په دې مفهوم نه چې ملکي پاکستانیانو ته تاوان ورسېږي یا په هغه هېواد کې جګړه پیل شي.

حامد کرزي وویل:

"زه له امریکا غواړم چې د پاکستان پر استخباراتو او امنیتي ادارو بندیزونه ولګوي، نه د پاکستان پر خلکو."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د فبرورۍ په دوهمه نېټه وویل چې پاکستان ته‌یې د ترورېستانو منظم لېستونه سپارلي، د کاغذ پر مخ خبرې ستونزه نه‌شي حل کولائ او د عملي اقدام په انتظار دی.

خو د پاکستان د ملي امنیت کمېټې په ځواب کې د افغانستان حکومت تورن کړ چې د داسې"ناسم درک" پر اساس غبرګون څرګندوي چې د هغوی په وینا د"ځانګړو بهرنیو عواملو" له لوري رامنځته شوي دي.