یو افغان پلاوی پر یو لړ مسایلو د بحث لپاره سبا پکستان ته ځي

ټاکل شوې چې سبا جمعه له کابله یو پلاوی د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته ولاړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دواړو هېوادونو استازي به د "سولې او یووالي د عمل پلان" په چوکاټ کې پر مهمو مسئلو خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند صبغت‌الله احمدي ازادي راډیو ته وویل:

"هیله لرو چې هغسې چې د کابل غونډه اغېزمنه وه، دا وار به هم په اسلام‌اباد کې اغېزمنې خبرې وشي، وضعیت یو څه متفاوت دی ځکه اوس پاکستان منلې چې طالبان او د حقاني شبکه تروېستان دي."

د افغانستان او پاکستان د "سولې او یووالي د عمل پلان " د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو هیئت کابل ته ولاړ او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت کرزي سره‌یې وکتل.

ټاکل شوې چې سبا او بله ورځ د اسلام‌اباد په غونډه کې له ترورېزم سره پر مبارزه، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت، د اقتصادي همکاريو پر پراختیا او ځینو نورو مهمو مسئلو خبرې وشي.