پسرلی: په کابل کې د ښځینه لاسي صنایعو نندارتون جوړېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، ټاکل شوې چې سبا "پنجشنبه" په کابل کې د لاسي صنایعو یو نندارتون جوړ شي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه نندارتون د افغان ښځینه سوداګرو تولیداتو ته د بازار موندنې په هدف د امریکا د پراختیايي ادارې «USAID» له‌خوا جوړېږي.

نوموړي وویل، دغه نندارتون چې دوه ورځې به دوام وکړي، د افغان ښځينه سوداګرو د لاسي صنایعو لپاره به ۳۰ غرفې په‌کې جوړې شي.

ښاغلي پسرلي هیله وښوده چې په دغه نندارتون کې به د افغان ښځینه سوداګرو تولیدات ښه بازار ولري.