سالیون: پاکستان کولای شي چې افغان طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیون

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان کولای شي چې افغان طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي او دوی ترې په دې برخه کې د مرستې تمه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیون پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» د دې هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه کې د یوې سناتورې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان کولای شي وسله‎وال طالبان د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي؟ وویل:

"یقیناً دوی «پاکستان» دا وړتیا لري چې پر طالبانو «د سولې خبرو ته د حاضرېدو» په برخه ټینګار وکړي. موږ همدارنګه باور لرو چې دوی کولای شي، طالبان په پاکستان له خوندي ځالو وباسي. دوی ښايي ونه‎شي کولای چې طالبان د سولې د خبرو مېز ته لاس نیولي راولي، خو دوی مرسته کولای شي او دوی د طالبانو هغه خوندي ځالې له‎منځه وړلی شي، چېرې چې دم‎ګړۍ فعالیتونه کوي."

تېره اوونۍ په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، امریکا به نور له طالبانو سره د سولې خبرې ونه‎کړي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» امریکايي سناتورانو ته وویل، د ولسمشر ټرمپ هدف د طالبانو یو شمېر ځانګړي عناصر وو چې تاوتریخوالي ته ژمن دي او خبرو اترو ته چمتو نه‎دي.

نوموړي وویل، افغان ولسمشر اشرف غني هم د طالبانو د دې عناصرو په اړه ورته نظر لري.