امریکا: که پاکستان د ترهګرۍ ضد اقدام وکړي، موږ یې پر بندیزونو غور کوو

یو لوړپوړی امریکايي چارواکی وايي، هر کله چې پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرو ډلو پر ضد قاطع او پاخه اقدامات وکړل، د دې هېواد پر پوځي مرستو د لګېدلي بندیز پر لیرې کولو به غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیون د سې شنبې په ورځ د دې هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل:

"موږ ښايي پر مرستو د لګېدلي بندیز په لیرې کولو غور وکړو، خو که چېرې د پاکستان له لوري داسې قاطع او پاخه اقدامات وګورو چې له توپیر پرته په دې هېواد کې د فعالو ترهګرو ډلو د هدف ګرځولو په شمول زموږ اندېښنې ځواب کړي."

د امریکا متحده ایالاتو د جنورۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې له پاکستان سره لږ تر لږه د ۹۰۰ میلیونه ډالرو پوځي مرسته تر هغې ځنډوي، څو چې دې هېواد پر خپله خاوره د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ضد اقدامات نه‌وي کړی.

پاکستان پرله‌پسې دا تورونه رد کړي چې ګوندې د حقاني شبکې په‌شمول‌یې یو شمېر هغو ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې برابرې کړي چې په هند او افغانستان کې بریدونه کوي.