روحاني د ایراني توغندیو په اړه خبرې له بحث او پوښتنې بهر بللي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دې هېواد د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په اړه خبرې اترې له بحث او پوښتنې بهر بللې دي.

حسن روحاني پرون سې شنبه په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د ایران د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو هدف هېڅکله تهاجمي نه‌دی او نه به وي.

ښاغلي روحاني وویل:

"زموږ توغندي زموږ د خپلې دفاع لپاره دي، دفاعي دي او هېڅکله زموږ توغندي د ډله‌ییزې وژنې د وسلو لپاره هم نه‌دي جوړ شوي، ځکه موږ اصلاً د ډله‌ییزې وژنې وسلې نه‌لرو او دا ډول اټمي او غیر اټمي وسلې ممنوع ګڼو، نو په همدې اساس موږ په دې برخه کې له چا سره خبرې اترې نه‌لرو."

د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي روحاني له خولې وايي چې د واشنګټن او ایران ترمنځ د ستونزو د هواري کیلي د واشنګټن په لاس کې ده چې د نوموړي په وینا، امریکا باید له ګواښ، بندیزونو او فشار څخه لاس واخلي.

د ایران ولسمشر همدارنګه د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د شوي اټمي تړون په اړه بیا ځلي خبرې اترې هم رد کړې.