پاکستان کې د نقیب‌الله محسود په اړه د عدالت غوښتنې د اعتراض لمن پراخېږي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب‌الله محسود د قتل پر ضد له اعتراض سره ملیونونه پاکستانیان یوځاي شوي او د قبایلو دا سوله‌يیز اعتراض ورځ په ورځ پراخېږي.

د اسلام‌اباد یوې اوسېدونکې هاجرې نجم نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، د پلازمېنې ډيپلوماتیکې سیمې د وزیرستان د مشرانو، ملکانو، ځوانانو، مدني فعالانو او زده کوونکو خولیو او لونګیو نيولې، لوډسپیکرونه لګېدلي، خیمې ولاړې دي او له احساستاتو ډکې ویناوې کېږي.

د وزیرستان د قبايلو د اعتراض دا جذبه د شوکت عزیز انقلابي سندره "دا څنګه ازادي ده" بدرګه کوي.

په اسلام‌اباد کې له روان اعتراض سره د دوشنبې په ورځ د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند، جماعت علمای اسلام او قومي وطن ګوندونو مشران هم یوځای شو.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وويل، حکومت بايد معلومه کړي چې د "جعلي پوليسو " په عملیاتو کې نور څومره پښتانه وژل شوي دي.

په پاکستان کې پیل شوي اعتراضونه.

د پاکستان د سترې محکمې د یوه بیان پر اساس، نقیب‌الله محسود په خټه د جنوبي وزیرستان د مکین سیمې و، له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې په کراچۍ ښار کې استوګن و او غوښتل‌يې چې موډل شي.

یو شمېر رسنیو د پاکستان د سترې محکمې د بیان پر اساس چې د جنورۍ په ۱۹مه نېټه خپور شو، ویلي چې د کراچۍ پولیسو د جنورۍ په دوهمه نقیب‌الله محسود د کراچۍ ښار په ختیځ کې د "شاه لطیف ټاون" په سیمه کې نیولی او د جنورۍ په ۱۷مه‌یې وژلی دی.

خو د سند ایالتي پولیسو د جنورۍ د میاشتې په ۱۳مه یو بیان خپور کړ او ویې‌ویل چې د "ترورېستانو" پر یوه پناه ځای د پولیسو په حمله کې د نقیب‌الله محسود په نوم د قبایلو یو ځوان ووژل شو.

په بیان کې د سند ایالت د "ملېر" سیمې د پولیسو د مشر راوُ انوار په حواله راغلي وو چې د نقیب‌الله اصلي نوم نسیم‌الله و او له تحریک طالبان پاکستان سره‌یې ارتباط درلود.

وروسته د سند ایالتي چارواکو اعلان وکړ چې نقیب‌الله محسود بې‌ګناه و او د راوُ انوار د نیولو حکم وشو.

انوار په کراچۍ کې د مشکوکو ترورېستانو پر پناه ځایونو د عملیاتو له امله شهرت درلود.

پاکستاني رسنۍ د سیمه‌ييزو سرچینو په حواله وايي چې د راوُ انوار تر څارنې لاندې سلګونه کسان د ترورېستانو پر ضد په "جعلي" عملیاتو کې وژل شوي دي.

راوُ انوار له هغه راهیسې پټ دی.

نقیب الله محسود

د نقیب‌الله محسود مړی د جنورۍ په ۱۹مه په جنوبي وزیرستان کې د هغه په پلرنۍ سیمه مکین کې خاورو ته وسپارل شو.

له نقیب‌الله محسود درې اولادونه، دوه لورګانې او یو زوی پاتې دي.

د نقیب‌الله کورنۍ وايي، هغه په کراچۍ کې د کالیو جوړولو په یوه فابریکه کې کار کاوه.

د هغه د کاکا زوی، عالمګیر محسود رسنیو ته ویلي چې په ملکي جامه کې یو شمېر کسانو د جنورۍ په درېيمه هغه له یوه رسټورانټه له ځان سره بوت.

عالمګیر محسود ویلي:

"د جنورۍ په ۱۶مه موږ ته خبر راورسېد چې پولیسو وژلی دی، یوه ورځ وروسته‌یې موږ ته جسد راورسېد."

د نقیب‌الله د قتل د هدف او څرنګوالي په اړه ضد او نقیض راپورونه خپرېږي.

د ازادي راډیو ژورنالېست شاهین بونېری چې په کراچۍ ښار کې د هغه د کورنۍ له غړو او له یو شمېر قبایلي سرچینو سره غږېدلی، وایي چې له نقیب‌الله محسود سره زیاته اندازه پیسې وې او غوښتل‌یې چې په کراچۍ ښار کې پانګونه وکړي.

هغوی داسې انګېري چې نقیب‌الله محسود ښايي د پېسو پر سر وژل شوی وي.

خو د شاهین بونېري په وینا، په کراچۍ او د پاکستان په نورو ښارونو کې پر پښتنو په مختلفو پلمو داسې حملې نادره خبره نه‌ده او لړۍ يې له ډېرو کلونو راهیسې روانه ده.

شاهین بونېری وايي، په کراچۍ او نورو ښارونو کې ګڼ شمېر پښتانه په مختلفو نومونو وژل شوي، لادرکه شوي او زنداني شوي دي.

شاهین بونېری زیاتوي:

"که ووایو چې په دنیا کې کراچۍ د پښتنو تر ټولو غټ ښار دی، غلطه به نه‌وي او هلته پر پښتنو د داسې حملو کیسه ډېره زړه ده، هلته ځیني ګروپونه، فرقه‌يي ډلې او سیاسي کړۍ دي چې د خپلو اهدافو لپاره نه‌غواړي چې پښتانه هلته تجارتونه جوړ کړي، مېشت شي او ترقي وکړي."

د ژورنالېست شاهین بونېري په وینا، په ډېرو مواردو کې پولیس داسې هدفي وژنې له ترورېزم سره د مبارزې تر پوښښ لاندې کوي چې د نقیب‌الله محسود قتل هم په‌کې شاملېږي.

شاهین بونېری زیاتوي:

"جعلي مقابلې "عملیات" داسې وي چې پولیس له یوه قوم، فرقې یا سیاسي ډلې سره یو تړلی وګړی ووژني او بیا نوم ورکړي چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره په عملیاتو کې فلانی ووژل شو."

نقیب‌الله محسود د پاکستان په ځوان کهول کې پر فېس‌بوک ډېر پېژندل شوی و.

د هغه د کاکا زوی عالمګیر محسود رسنیو ته ویلي:

"نقیب‌الله په کراچۍ کې مېشتو محسودو ځوانانو ته مثال و."

د نقیب‌الله محسود عکسونه مکرراً پر فېس‌بوک خپرېږي او پر ټویتر د "نقیب‌الله لپاره انصاف" په نوم کمپاین روان دی.

د کمپاین یوه غړي بابر نسیم پر یوټیوب یوه وېډیو خپره کړې چې نقیب‌الله محسود له دوو نورو ملګرو سره د وزیرو اتڼ کوي.

هغه مهلت چې د پاکستان سترې محکمې د راوُ انوار د نیولو لپاره د سند پولیسو ته ورکړی و، پای ته رسېدلی، خو پاکستاني رسنۍ وايي چې په قتل د تورن راوُ انوار د نیولو عملیات روان دي.

راوُ انوار په کراچۍ کې د پولیسو مشر.

د نقیب‌الله محسود د قتل پر ضد سوله‌ييز اعتراض چې لمن‌یې تر اسلام اباده خوره شوې، د جنورۍ په ۲۶ مه په دېره اسماعیل خان کې د "محسودو د ژغورنې غورڅنګ" له مظاهرې پیل شو.

هغوی د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې په اسلام‌اباد کې خیمې درولې دي.

د "محسودو د ژغورنې غورځنګ" مشر منظور محسود ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان له ټولو سیمو پښتانه ور روان دي او په اسلام‌اباد کې له روان سوله‌يیز اعتراض سره یوځای کېږي.

اعتراض کوونکي د اسلام‌اباد له حکومته په سر کې غواړي چې د نقیب‌الله محسود په قتل تورن راوُ انوار ونیسي او سزا ورکړي.

اعتراض کوونکو غوښتنه کړې چې د پاکستان د لوی څارنوال په مشرۍ یو قضايي کمېسون باید د کراچۍ ښار په هغو سیمو کې چې پښتانه په‌کې اوسېږي، د غیر قانوني قتلونو پلټنه او مخنیوی وکړي.

هغوی همداراز غواړي چې په قبایلو او خېبر پښتونخوا کې لادرکه شوي پښتانه پیدا شي، یا د هغوی د لادرکۍ عاملینو ته سزا ورکړای شي.

د ازادي راډیو د پاکستان د برخې خبریال شاهین بونېری وايي، په وروستیو څو لسیزو کې د پاکستان په مختلفو ایالتونو کې د پښتنو د ټولنې پر قومي مشرانو، مدني فعالانو او مخورو کسانو حملې شوي او ګڼ شمېر کسان لادرکه شوي دي.

راپورونه وايي چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې لږ تر لږه ۵۰ زره ملکي وګړي له ترورېزم سره د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې پېل شوي او په وسله‌والو حملو کې وژل شوي، شپږ ميلیونه وګړي بې‌کوره شوي او ډېرو خلکو ته مالي تاوانونه رسېدلي دي.

په اسلام‌اباد کې قبایلي اعتراض کوونکو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې په قبایلو او خېبر پښتونخوا ایالت کې ګرځ بندیز پای ته ورسوي، په مختلفو پلمو د ملکي خلکو د ځورولو مخنیوی وکړي او قبایلي سیمې له ماینونو پاکې کړي.

که څه هم د اعتراض په درېيمه ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير له خلکو سره ژمنه وکړه چې غوښتنې به‌یې ومنل شي، خو اعتراض کوونکي وايي څو چې له نقیب‌الله محسود سره انصاف ونه‌شي او د غوښتنو د عملي کېدو لپاره‌يې واضح اقدام ونه‌شي، خپل اعتراض به جاري وساتي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ستونزو هواري لپاره د قبایلو لاریون پېښور ته رسېدلی

Your browser doesn’t support HTML5

د انصاف په لټون راوتي پښتانه ځوانان اسلام اباد ته ورسېدل

د اعتراض یوه ګډونوال نیازبین ملنګ ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له کورونو راوتلي یوو او خپلې بسترې مو هم راسره راوړې دي، نو تر څو چې زموږ خبرې ونه‌منل شي، له دې ځایه نه‌ځو. موږ خپل اعتراض د اسلام‌اباد پرس کلب ته مخامخ پېل کړ او غواړو چې د ملګرو ملتونو تر دفتره او د پاکستان د پوځ تر مرکزه‌یې ورسوو."

د ازادي راډیو د پاکستان د برخې خبریال شاهین بونېری باور لري چې که د پاکستان حکومت د نقیب‌الله محسود په برخه کې انصاف ونه‌کړي، د پاکستان لپاره به بدې پایلې ولري.

د پاکستان د سیاسي چارو د یو شمېر شنونکو په باور، دا ښايي د قبایلو په تاریخ کې اول وار دی چې د انصاف غوښتلو لپاره‌يې په اسلام‌اباد کې دومره پراخ سوله‌ییز اعتراض پیل کړی دی.