د افغانستان په شمال ختيځ کې د امریکا هوايي کمپاين طالبان په نښه کړي

د افغانستان په شمال ختيځ کې د امریکا هوايي کمپاين طالبان په نښه کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، امریکايي ځواکونو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې دوه ورځې هوايي عملیات کړي چې په نتيجه کې يې د يکشنبې په ورځ شپږ سخت دريځي چې د تاجکستان تبعه وو او د دوشنبې په ورځ څلور سخت دريځي وژل شوي او یو شمېر موټر او مهمات له‌منځه تللي دي.

دولت وزیري

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» ازادي راډيو ته په دې اړه داسې وويل:

"دوه ورځې مخکې شپږ تنه وژل شوي وو چې هغه هم بهرني ترورېستان وو او تېره ورځ هم څلور نفره وژل شوي، څلور موټر له‌منځه تللي، یوه‌یې ډيپو له‌منځه تللې او ډېر مهمات او وسلې يې هم له‌منځه تللې دي."

په دې وروستيو کې د امریکا هوايي ځواک په افغانستان کې خپلې هوايي حملې زیاتې کړي او د هېواد په شمال کې يې پر طالبانو يو شمېر هدفي حملې کړې دي.

د امريکا پوځ هم د سې شنبې په ورځ په يوه اعلامیه کې ويلي چې امریکايي ځواکونو د افغانستان په شمال ختيځ کې د طالبانو يو روزنيز مرکز په نښه کړ.

د اعلاميې له مخې، د دغو عملياتو په نتيجه کې د سخت دريځو مخه ونيول شوه چې غوښتل‌يې د تاجکستان او چين له پولې سره نږدې تخريبي اقدامات وکړي.

امریکا همداراز ويلي چې هغه موټر يې هم له‌منځه وړي چې سخت دريځو له افغان پوځ څخه غلا کړي وو او موټر بمونه‌یې ورڅخه جوړ کړي وو.

د امریکا د پوځ د اعلاميې له مخې، په دغو عملیاتو کې له «بي-۵۲» الوتکو څخه استفاده شوې چې د طالبانو پر سنګرونو يې هدفي حملې کړې دي.

د هوايي حملو دا کمپاين د هغه پلان برخه ده چې له مخې یې بايد په افغانستان کې د امریکا پوځي رول زيات شي او دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په اګسټ مياشت کې د افغانستان په اړه خپله ستراتېژي اعلان کړه.

د ټرمپ له اعلان راهیسې امریکایي ځواکونو له افغان هوايي ځواکونو سره یوځای په ټول هېواد کې د طالبانو پر وړاندې حملې زیاتې کړې دي.

امریکايي ځواکونو تېر کال په افغانستان کې شااوخوا دوه زره هوايي حملې وکړې چې دا د پروسږ کال په پرتله د حملو په شمېر کې دوه چنده زیاتوالی ښيي.

هوايي حملې په داسې حال کې کېږي چې افغان ځواکونه په ښارونو کې د حملو په مخنیوي بوخت شول او په ځانګړې توګه په کابل کې د حملو شمېر زيات شو.