د امریکا پوځ په افغانستان کې د وسله والو پر اهدافو د برید خبر ورکړ

د امریکا پوځ د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو پرمشخصو اهدافو د هوایي بریدونو خبر ورکوي.

په هغه بیان کې چې د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ خپورکړی، د دغو بریدونو مشخصه سیمه نه ده په ډاګه کړې، خو ویل شوي چې امریکایي ځواکونو په شمال ختیځ کې د طالبانو د روزنې یومرکز ویشتی او د چین او تاجکستان سرحد ته نېږدې یې د سخت دریځو د حملو د پلانولو او ترورېستي اعمالو مخه نیولې ده.

په بیان کې دغه راز ویل شوي چې په دغو بریدونو کې د افغان پوځ غلا شوي موټر چې په بم چاودونکو وسیلو بدل شوي وو، له منځه وړل شوي. په دغو بریدونو کې له بي ۵۲ الوتکو هم کار اخیستل شوی دی.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، وروسته له هغې چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرکال په اګست کې نوې ستراتیژي اعلان کړه، په افغانستان کې د امریکا پوځي هڅې په تېره بیا هوایي بریدونه زیات شوي دي.

امریکایي ځواکونو تېرکال شااوخوا دوه زره هوایي حملې ترسره کړې چې دا د وړم کال په نسبت په دغو حملو کې، نېږدې دوه چنده زیاتوالی دی.