دمشق ته نږدې حکومتي ځواکونو ۲۳ ملکي وګړي وژلي

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د حکومتي ځواکونو د هوایي بریدونو په نتیجه کې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله د دې خبر په ورکولو سره وایي چې په قربانیانو کې څلور تنه ماشومان دي.

د دې ادارې په وینا، ۷۰ تنه نور دمشق ته نږدې په "غوطه" سیمه کې د سوریې د پوځ په هوایي بریدونو کې ټپیان شوي دي.

په دې سیمه کې د فعالانو یو رسنیز مرکز هم راپور ورکړی چې د هوایي بریدونو په نتیجه کې ۲۳ تنه وژل شوي دي.

په غوطه ښارګوټي کې شااوخوا ۴۰۰ زره کسان د سوریې د حکومتي ځواکونو په محاصره کې ژوند کوي.