فیصل: د کابل د وروستیو خونړیو حملو په تړاو ۶ مشکوک کسان نیول شوي

د افغانستان د حکومت اجرائيه ریاست وايي، په کابل کې د وروستیو خونړیو حملو په تړاو لږ تر لږه ۶ مشکوک کسان نیول شوي دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له نیول شویو کسانو تحقیق روان دی.

د جاوید فیصل په وینا، په ابتدايي څېړنو کې معلومه شوې چې نیول شوي مشکوک کسان د پاکستان استخباراتو روزلي وو او په کابل کې يې د وروستیو حملو پلان جوړ کړی و.

په کابل کې سلګونه کسان په وروستیو انتحاري او بمي حملو کې وژل شوي او ټپیان شوي.