بدخشان کې د داعش فعالیت او دې ډلې ته د ځوانانو جلب و جذب اندېښنې زیاتې کړي

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په دره‌ای خستک او په راغستان ولسوالۍ کې د داعش ډلې ځای پر ځای کېدل او د دغې ډلې له‎خوا د ځوانانو د جلب و جذب بهير د بدخشان اوسېدونکي او مدني فعالان سخت اندېښمن کړي دي.

د هغوی د خبرو پر بنسټ، بهرني جنګیالي چې زیات شمېر یې داعش ډلې پورې تړاو لري، د پاکستان د چترال له لارې بدخشان ته را اوړي او اوس‌مهال د دې ولایت په ځینو سیمو کې د پټن‎ځایونو جوړولو او د ځوانانو پر جلب و جذب بوخت دي.

دیني عالم مولوي محب‎الله شریفي

د دې ولایت یو تن دیني عالم مولوي محب‎الله شریفي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"داعش ډلې دلته خپل فعالیت پیل کړی او اوس‎مهال په وردوج ولسوالۍ کې او د جرم ولسوالۍ په دره‌ای خستک سیمه کې د جلب و جذب په حال کې دي، خو زموږ دولتي ځواکونه په خپلو پوستو کې د دفاع په حالت کې دي او د دولت ضد عناصر پر وړاندې کوم تعرضي تحرک نه‎لري."

د دوی په وینا چې اوس‎مهال د جرم ولسوالۍ په دره‌ای خستک سیمه کې څه باندې ۴۰۰ تنه بهرني جنګیالي له خپلو کورنیو سره اوسېږي او دغه بهرني جنګیالي له داعش سره ارتباط لري.

مدني فعال وحیدالله شیون

د نوموړي ولایت یو تن مدني فعال وحیدالله شیون هم د بدخشان امنیتي وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دې ولایت دوه لیرې پرتې ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي، خو دولت د دغو ولسوالیو بېرته نیولو په اړه کومه جدي اراده نه‎لري، موږ پر مرکزي حکومت او د بدخشان پر سیمه‎ییزې ادارې غږ کوو چې له افریقايي خوبه وېښ شي او لږ د دې ولایت روان حالت وڅارئ."

بل‎خوا د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی عبدالله ناجي نظري بیا وايي، ترڅو چې په دې ولایت کې د وسله‎والو مخالفینو او په ځانګړې توګه د بهرنیو جنګیالیو مرکزونه له‎منځه ولاړ نه‎شي، نو د بدخشان سربېره په شمال ختیځ ولایتونو کې امنیت او ثبات راوستل ناشونی کار دی.

د بدخشان د ولایتي شورا یو غړی عبدالله ناجي نظري

دی وايي:

"د جرم ولسوالۍ د خستک دره د بهرنیو جنګیالیو له مهمو مرکزونو شمېرل کېږي او ترڅو چې دغه مرکز له‎منځه ولاړ نه‎شي همدارنګه د دوی د تګ راتګ سرحدي لارې ونه‎تړل شي، موږ په سیمه کې د ډاډمن امنیت خاوندان نه‎شو کېدای."

په ورته وخت کې د بدخشان والي احمد فیصل بیک‌زاد، په دغه ولایت کې د داعش ډلې فعالیت او شتون ردوي او تأییدوي چې په دغه ولایت کې له څو کالو راهیسې څه باندې ۲۰۰ بهرني جنګیالي شتون لري او په بېلابېلو برخو کې داخلي طالبانو ته روزنه ورکوي او د دولتي ځواکونو پر وړاندې هم جنګېږي.

د بدخشان والي احمد فیصل بیک زاد

دی وايي:

"بدخشان یو غرنی ولایت دی او بهرني جنګیالي له تېرو څو کلونو راهیسي په دې ولایت کې ځای پر ځای شوي دي او د داخلي طالبانو تر څنګ د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي، خو موږ په وار وار خپلې اندېښنې له مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي او هغوی هم په جریان کې دي."

خو د بدخشان اوسېدونکي او د مدني ټولنو فعالان بیا وايي، څه باندې دوه کاله کېږي چې د دغه ولایت د وردوج او یُمګان ولسوالۍ د وسله‎الو مخالفینو تر واک لاندې دي او سربېره پر دې په ۷ نورو ولسوالیو کې هم وسله‎وال طالبان شتون لري، خو دولت لا د دې ولایت د ناامنه سیمو د پاکولو په اړه کوم جدي اقدام نه‎دی کړی.

بل‌خوا د بدخشان والي بیا وايي چې مرکزي حکومت د دې ولایت د ناامنه سیمو د پاکولو په اړه جدي اراده لري او په نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت په کچه د دولت ضد عناصرو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیلېږي.

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د پرېمانه طبيعي زېرمو او کانونو تر څنګ له چین، پاکستان او تاجکستان سره هم ګډه پوله لري چې له کبله‌یې د کانونو او د نشه‎يي موادو د قاچاق وړونکو او د ترورېستي ډلو پام هم ځان ته جلب کړی دی.

راپور: اجمل ارین