پر کونړ د پاکستان د توپ‎خانه‎اي برید په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر کونړ ولایت د پاکستان وروستي توپ‎خانه‎اي برید ته په پام سره د هغه هېواد د دوه مخي سیاست په اړه یو شمېر لیکنې او سر لیکنې چاپ کړې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې په دې اړه لیکلي، د کونړ په دانګام او سرکاڼو ولسوالیو کې د پاکستان پوځ یو وار بیا ۱۸۵ د توپونو ګولۍ راویشتي چې څلور ملکیان په‎کې ټپیان شوي دي.

په مطلب کې د سیمې د اوسېدونکو په حواله راغلي چې دغه برید وړمه شپه ۱۰ بجې شوی چې خلکو ته په‎کې درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا کابل ته د پاکستاني چارواکو تر سفر یوازې یوه ورځ وروسته کېږي.

په سرمقاله کې راغلي چې کابل ته د پاکستاني پلاوي په درشل کې افغان چارواکو د دواړو لورو ترمنځ د مهمو هوکړو خبره وکړه، دا یې وښوده چې پاکستان خپلو ټولو پخوانیو کړنو ته شا کړې او تر دې وروسته به د ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د سولې په برخه کې رښتینې همکاري کوي.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

امکان نه‎لري چې د ملي وحدت حکومت مشران دې نتیجې ته نه‎وي رسېدلي چې اسلام‎اباد کله هم د اعتماد وړ نه‎دی، خو په خبره‌یې دغو چارواکو وروستي هیله بخښونکې خبرې د عوامو د غولونې او پر دوی د فشارونو له امله کړې دي.

په سرمقاله کې د حکومت له مشرانو غوښتل شوي چې نور په دا شان کړنو او خبرو سره د ملت له برخلیک سره لوبې ونه‎کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په تړاو لیکلي دي.

ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي، د پاکستان د توغندیز او توپ‎خانه‎اي بریدونو په تړاو تر اوسه د افغانستان له‎خوا لازم اقدامات نه‎دي شوي او پاکستانیانو ته دې وضعیت لا جرأت ورکړی چې حملې شدیدې کړي.

سرمقاله لیکونکی سپارښتنه کوي چې افغان حکومت په دې برخه کې له دوو لارو اقدام کولای شي، باالمثل ځواب او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له دغه هېواد نه شکایت.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې مواردو کې خلک امریکا ته هم د انتقاد ګوته نیسي وايي، که هغه هېواد غبرګون نه‎ښيي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړونونو لاسلیک او موجودیت څه معنی ورکوي؟

ورځپاڼه د پاکستان سیاست دوه مخی ګڼي وايي، هغه هېواد یو لاس مذاکرې ته را اوږد کړی او په بل کې یې توره ده، په موږ حمله کوي چې په وړاندې یې باید له فعال سیاست او مناسبو اجرأتو نه کار واخیستل شي.