ایران یو تن د اټمي پروګرام د معلوماتو د ورکولو په تور په بند محکوم کړ

د ایران د څارنوالۍ رئیس وايي، یو تن د امریکا د استخباراتو یوه اجنټ ته د ایران د اټمي پروګرام په اړه د معلوماتو د ورکولو په تور په شپږ کاله بند محکوم شوی.

ایراني چارواکو د دې تورن نوم نه‌دی ښودلی.

عباس جعفري دولت ابادي پرون یکشنبه د قضا له خبري وېب‌پاڼې «میزان» سره په خبرو کې همداراز وویل چې محکمې د هغو پیسو د ضبط حکم هم ورکړی چې تورن د معلومات په بدل کې ترلاسه کړې وې.

دولت ابادي زیاته کړه چې محکوم، اروپايي هېوادونو ته هم د ایران د اټمي پروګرام په اړه معلومات ورکول.

ایران ټینګار کوي چې اټمي پروګرام‌یې سوله‌ییز اهداف لري، خو متحده ایالات او نور لوېدیځ هېوادونه پر دې هېواد تور لګوي چې د اټمي وسلو د جوړولو هڅه کوي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت وویل، دی غواړي د امریکا له کانګرس او اروپايي متحدانو سره د ایران او پیاوړو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د "خطرناکو نیمګړتیاوو" د له‌منځه وړلو په مقصد ګډ کار وکړي.

خو ایران په دې موافقه کې د هر راز بدلون احتمال رد کړی او د دې موافقې نور لاسلیک کوونکي، بریتانیا، فرانسه، جرمني، روسیه او چین هم د هغې ملاتړ کوي.