روسیې، چین او ایران د اټمي وسلو د پراختیا لپاره د امریکا پر پلان انتقاد کړی

روسیې، چین او ایران د اټمي وسلو د پراختیا لپاره د امریکا د نوې پالېسۍ پر پلان انتقاد کړی دی او دا یې د نورو هېوادونو د وېرولو یوه هڅه بللې ده.

په دې نوي پلان کې چې د جمعې په ورځ د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې له‌خوا اعلان شو، د اټمي وسلو د زېرمو پراخول او په داسې نویو وسلو د هغو سمبالول په پام کې نیول شوي دي چې محدود اغېز به ولري.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې متحده ایالات په بې‌شرمۍ سره د خپلو نویو اټمي وسلو په وسیله روسیې ته ګواښونه کوي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې ښاغلي روحاني پرون په تهران کې په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، هغوی چې د ډله‌ییزې وژنې د وسلو کارول د بشريت پر ضد جنایت بولي، په خپله د خپلو رقیبانو د وېرولو لپاره له نویو اټمي وسلو د کار اخیستو ګواښونه کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني

چین هم له دې کبله پر متحده ایالاتو انتقاد کړی چې د یوه باالقوه اټمي حریف په سترګه‌یې ورته کتلي دي.

د امریکا د نوې اټمي پالېسۍ په پلان کې ویل شوي چې واشنګټن غواړي د پیکېنګ له‌خوا په سهوي ډول د اټمي وسلو د کارولو مخه ونیسي.

د چین دفاع وزارت، په دفاعي برخه کې د دې هېواد وروستي تحرکات د ځان د دفاع لپاره هڅه بللې ده او ویلي یې دي چې چین د خپلو دفاعي اړتیاوو لپاره تر ټولو لږې اټمي وسلې لري.

متحده ایالات په بې‌شرمۍ سره د خپلو نویو اټمي وسلو په وسیله روسیې ته ګواښونه کوي.

پیکېنګ له متحده ایالاتو غوښتي دي چې د اټمي وسلو د زېرمو د کمولو په برخه کې خپلې ژمنې په عمل کې پلې کړي.

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ د ولسمشر ټرمپ د اټمي پالېسۍ نوی پلان د روسیې په وړاندې تقابل وباله او په ځانګړي ډول د محدود اغېز لرونکو اټمي وسلو د پراخولو په برخه کې د امریکا پر پلان‌یې انتقاد وکړ.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس د اټمي پالېسۍ په لنډیز کې دا پلان د روسیې، د اټمي ځواک، محتوا او ستراتېژۍ په وړاندې د امریکا غبرګون بللی.

په دې پلان کې د ایران او شمالي کوریا د اټمي پروګرامونو په اړه د امریکا پر اندېښنو هم ټینګار شوی.