پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیزو بریدونو ۴ملکیان ټپیان کړي

د کونړ پر دانګام او سر کاڼو ولسوالیو تېره شپه د پاکستان پوځ یو ځل بیا ۱۸۵ د توپونو ګولۍ را ویشتلي چې پکې ۴ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د دانګام ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو له سیمې ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه لس بجې د پاکستان پوځ د دوی پر سیمه د توپونو لسګونو ډزې کړي چې پکې خلکو ته زیات مالي زیانونه اوښتي او څلور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

پر همدې مهال د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان د کونړ پر دوو ولسوالیو تېره شپه بیا بریدونه پیل کړي او په دانګام کې پر یوه کور د ګولۍ لګېدو له امله ۴ تنه ولسي وګړي چې پکې ښځې او ماشومان شامل دي.

نوموړي زیاته کړه:

"تېره شپه یو ځل بیا پاکستاني نظامیانو پر دانګام اوسرکاڼو ولسوالیو باندې ړندۍ مرمۍ راغورځولي دي چې له امله یې په دانګام ولسوالۍ کې څلور تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي چې دغه مرمۍ له زیات وخت څخه په شپږو سرحدي ولسوالیو راویشتل کېږي چې د دې کال په اوږدو کې له درې زرو زیاتې مرمۍ یې راتوغولي دي چې له ۱۸ زیات ملکي کسان په کې وژل شوي دي."

خلک وايي له ۲۰۱۰ مېلادي کال څخه راپدېخوا د پاکستان پوځ د کونړ پر ناړۍ،دانګام ،شلتن، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو د توپونو ډزې کوي چې له امله يې په لسګونو کسان وژل شوي، په سلګونو ټپیان شوي او په زرګونو کورنۍ يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.