نیویارک ټایمز: یو شی چې افغانستان یې له بهره نه واردوي، تاریاک او کتاب دی

Generic – Detail of a pile of international newspapers

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په افغانستان کې د کتاب پلورونکو د بازار پر تودېدو لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، سره له دې چې په افغانستان کې د باسوادو شمېر ډېر نه دی، خو له دې سره سره د کتاب لوستونکي مخ پر زیاتېدو دي.

ورځپاڼه زیاتوي، افغانستان په خپله ډېره وچه او تازه مېوه لري، خو بیا هم له ایران او پاکستانه ځینې مېوې واردوي.

ورځپاڼه زیاتوي، له کلونو راهیسې د بهرنیو هېوادونو د مرستو له کبله معاشونه ډېر شوي چې په نتیجه کې یې سیمه ییز صنعتونه له منځه تللي، خو یوازنی شی چې افغانستان له بهره نه واردوي، هغه تریاک او کتابونه دي.

د نیویارک ټایمز د لیکنې په دوام کې لولو، په داسې حال کې چې د کتابونو خپروونکي په ډېرو هېوادونو کې له ستونزو سره مخ دي، خو په وروستیو ۳ کلونو کې د افغان کتاب پلورونکو او د کتاب چاپوونکو کاروبار ښه شوی دی.

د نیویارک ټایمز په خبره، په هرو ۵ افغانانو کې یوازې ۲ تنه لوست کولای شي، خو کوم کسان چې لوست لیک کولی شي، په مینه او پر له پسې کتاب لولي.

د ورځپاڼې په باور، په یوه هېواد کې چې تشدد او ستونزې ډېرې وي، د کتاب لوستل تر ټولو ښه مصروفیت دی.

ورځپاڼې د یو شمېر زیاتو پلورل کېدونکو کتابونو لکه د نصیر احمد احمدي د بغدادي پیر ناول، او د زلمي خلیلزاد د استازي یادونه هم کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې د خلیلزاد کتاب پښتو ژباړه له چاپېدو وروسته په ۳ ورځو کې زر ټوکه وپلورل شو.

اکسیوز:

اکسیوز خپرونې بیا په افغانستان کې د مخدرو موادو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دې امریکايي خپرونې لیکلي چې په افغانستان کې تېر کال د تریاکو تولید له ۴۸۰۰ ټنو څخه ۹۰۰۰ ټنو ته زیات شوی دی.

د خپرونې پر اساس، مخدره مواد د دولت د وسله والو مخالفينو یوه مهمه عایداتي سرچینه ده.

اکسیوز په افغانستان کې د ملګروملتونو د ۲۰۱۷ میلادي کال سروې ته په اشارې لیکلي، د افغانستان په ۲۳۰ زره هکتار ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د ویلسن سنټر د تحقیقاتي مرکز متخصص مایکل کوګلمن نشریې ته ویلي چې د کوکنار د کښت د زیاتېدو یو بل عامل دا دی چې کروندګر هم ورڅخه زیاته ګټه ترلاسه کوي.