چارواکي: پر کونړ د پاکستاني توپونو د ډزو له امله ۴ تنه ټپیان شوي  

چارواکي: د پاکستان پوځ د توپونو د ډزو له امله ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د کونړ د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر په خپله خپرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان پوځ تېره شپه ۱۰ بجې د دانګام ولسوالۍ د زوړ برول او پر نورو سیمو ۱۸۰ د توپونو ډزې کړي چې له امله یې ۴ کسان ټپیان شوي دي.

ټپیان روغتون ته رسول شوي او ډاکټرانو یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.