بشري حقونه: په تخار کې د یوې نجلۍ وهونکې دې ونیول شي

د افغانستان د بشري حقونو د څارنې خپلواک کمېسیون پر حکومت غږ کوي چې هغه کسان ونیسي چې په تخار کې یې یوه ځوانه نجلۍ، په عام محضر کې وهلې ده.

د تخار چارواکي ادعا کوي چې د "چاه اب" ولسوالۍپه"رباطِ حمیدالدین" کلي کې د یوې کورنۍ غړیو چې یو سیمه ییز قومدان هم په کې دی، یوه ۲۲ کلنه ښځه له یوه نامحرم سړي سره د ارتباط درلودلو په تور وهلې او ټکولې ده.

د پېښې ويډیو پر انټرنټي سایټونو خپره شوې ده.

د بشري حقونو د خپلواک د کمېسیون ویاند بلال صدیقي پرون جمعه له ازادي راډیو سره په مرکه کې په افغانستان کې د ښځو د حقوقي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

بلال صدیقي وویل:

"موږ اندېښمن یو او هیله لرو چې د افغانستان دولت به د قانون د حاکمولو لپاره هڅې زیاتې کړي او چا ته به اجازه ورنه کړي چې صحرايي محاکمې جوړې کړي."

د تخار د والي ویاند سنت الله تېموري پرون ازادي راډیو ته وویل، د چاه اب ولسوال ته دنده سپارل شوې چې د څېړنۍ لپاره یو پلاوی سیمې ته واستوي او د پېښې عاملان ونیسي.

د تیموري په وینا، پېښه د لیندۍ په میاشت کې شوې ده.

خو په سیمه کې یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې په چاه اب کې ښځه د صحرايي محکمې په حکم وهل شوې ده.