امریکا غواړي خپل اټمي وسله تون نوی کړي

د ډونالد ټرمپ اداره غواړي چې د هغه هېواد اټمي وسله تون «سلاکوټ» نوی کړي او د ټيټې کچې نوې اټمي وسلې جوړې کړي.

د امریکا حکومت دا کارتر ډېره حده د روسیې د هغو فعالیتونو په وړاندې په غبرګون کې کوي چې په وروستیو کلونو کې یې کړي دي.

د امریکا د "اټمي پروګرامونو وضعیت ته بیاکتنه" کې د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ تر واکمنۍ لاندې، د امریکا د دفاع وزارت هغو پلانونو ته کتنه شوې چې د اټمي وسلو په ارتباط یې لري.

دا له ۲۰۱۰ مېلادي کال راهیسې اول وار دی چې دامریکا پوځ په راتلونکو لسیزو کې داټمي حملو د ګواښ په اړه خپل لید لوری بیانوي.

د امریکا دفاع وزیر د اټمي پروګرامونو په بیا کتنه کې چې په ۷۵مخونو کې خپره شوې لیکلي چې دا د روسیې د ستراتیژيو، د هغه هېواد د باورونو د ماهیت او د روسیې د هغو هڅو ځواب دی چې په وروستیو کلونو کې یې د خپلو پوځي قابلیونو د پراخولو لپاره کوي.

د دفاع وزارت ویلي چې روسیې ته باید قناعت ورکړ شي چې حتی که په محدود ډول، په اروپا کې د اټمي حملې ګواښ پېښ کړي، د اسې" ناوړه " بیه به یې پرې کړي چې د "منلو وړ" به نه وی.

د امریکا دفاع وزارت همدا راز د شمالي کوریا، ایران او چین په اړه اندېښنې هم ذکر شوې دي.