اجرائیه ریاست: تمه ده سبا شنبه د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، تمه ده سبا شنبه د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي.

اجرایه ریاست وايي، که څه هم پخوا تر دې کابل ته د پاکستاني پلاوو راتګ ښه نتیجه نه لرله، خو دا ځل افغان حکومت د پخوا په شان منتظر نه شي پاتې کېدلای.

د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستاني پلاوی به هغه هېواد ته د افغانستان له لوري د ترورېستي ډلو اړوند، د ورسپارل شویو اسنادو په اړه ځواب ووايي.

ده وویل، افغان حکومت هیله لري پاکستان پلاوی سبا له ژمنو سره کابل ته راشي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د اسلام اباد له سفره له راستنېدو وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ترورېستانو د ملاتړو ادارو په اړه یې کره او انکار نه منونکي اسناد پاکستان ته سپارلي دي.