امریکا پلاوی: پر اوکراین د مسکو یرغل ۱۰ زره اوکراینیان ووژل شول

د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د امریکا پلاوي په یوه خبرپاڼه کې پر روسیې د اوکراین په ختیځ کې د روانو سرغړونو تور لګولی دی.

په دې خبرپاڼه کې چې په ډېره تُنده لهجه لیکل شوې، ویل شوي، پر اوکراین د مسکو د یرغل له کبله څه باندې ۱۰ زره اوکراینیان ووژل شول.

خبرپاڼې پر مسکو او روس پلوو بیلتونپالو غږ کړی چې جګړه ځپلو سیمو ته، د نړیوالو بشري مرستو کاروانونو ته د تلو اجازه ورکړي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د امریکا پلاوي ویلي، که روسیه د هغه بحران حل غواړي چې په خپله یې جوړ کړی، نو باید د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له پلان سره مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې د هغو کسانو لپاره هم اندېښنه څرګنده شوې چې د کریمیا د اشغال پرضد یې د اعتراض غږ اوچت کړی او په خاص ډول د کریمیا تاتاران یاد شوي چې بې پوښتنې نیول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تاتارانو پر کورونو چاپې وهل کېږي او نیول کېږي.