د وسله والو په وړاندې د اقدام په اړه له اسلام اباده د کابل هیله مندي

افغان حکومت وايي، لا هم هیله لري چې اسلام‎اباد به د افغان چارواکو له‎خوا د ورکړل شویو شواهدو په رڼا کې په پاکستان کې د دېره وسله‎والو په وړاندې اقدام وکړي.

د پاکستان سفارت پرون په یوه بیان کې وویل چې اسلام‎اباد د افغان چارواکو له ورکړل شویو معلوماتو وروسته هېڅ راز ژمنه نه‎ده کړې.

خو د افغانستان د کورنیو چاروو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

"د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس په هېواد کې د وروستیو حملو په اړه اسناد له پاکستاني چارواکو سره شریک کړل او هغو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ چې دا مسئله به څېړي، نو دا په خپله په دې مسئله کې د دوی ژمنه ښيي."

د کورنیو چارو وزیر ویس احمدبرمک او د ملي امنیت لوی رئیس معصوم ستانکزي د چهارشنبې په ورځ اسلام‎اباد ته له سفر وروسته پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، پاکستاني چارواکو ته یې په کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو په اړه مؤثق اسناد او شواهد سپارلي او زیاته یې کړه چې دا هېواد باید د ترورېستانو او افراطي وسله‎والو پرضد اقدام وکړي.