امریکا به د ۷ زره سوریه‌والو د اقامت موده ۱۸ میاشتې اوږده کړي

د امریکا حکومت به د شااوخوا ۷ زره سوریه‌والو د اقامت موده ۱۸ میاشتې اوږده کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټن نېلسن پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، د سوریې حالاتو ته په کتو یې پرېکړه وکړه چې باید د سوریه‌والو د اقامت موده اوږده کړي.

نېلسن په یوه اعلامیه کې وویل:

"د سوریې د حالاتو له څېړلو وروسته مو پرېکړه وکړه چې په‌کار ده چې موقتاً د سوريه‌والو د ساتنې پروګرام وغځوو."