په بلخ کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه

په بلخ کې د سوداګرو ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس شیر احمد سپاهي‌زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې له دې وروسته به په بلخ کې سوداګرې ښځې په همغږۍ سره سوداګریز کارونه مخ ته وړي چې دا کار د دوی د اقتصادي پرمختګ لامل ګرځي.

ښاغلی سپاهي‌زاده زیاتوي، په دې خونه کې تر دې دمه له ۱۰۰ ډېرو متشبثو ښځو غړیتوب ترلاسه کړی.

له دې وړاندې تېر میلادي کال په کابل کې هم د سوداګرو ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوې ده.