سرخط: د سولې په زور راوستلو اعلان دې جدي ونیول شي

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په پلازمېنه کې د خونړیو بریدونو په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې د پروسې پر بندېدو بحثونه کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې خپله سرلیکنه کې په کابل کې د خونړیو بریدونو په اړه د ولسمشر اشرف غني هغه پیغامونه راخیستي چې ده په فېس‌بوک او ټویټر کې خپاره کړي وو.

ورځپاڼې وړاندې د ولسمشر یو پیغام راخیستی چې په‎کې ویل شوي، په بشپړ باور ډاډ درکوم چې زموږ بدې ورځې پای ته رسېدونکې دي او دښمنانو په خپله زموږ د خلکو له ژوند او حیثیت سره د بې‌باکۍ په ښودلو سره د خپل هلاکت او رسوایۍ پرېکړه وکړه.

ورځپاڼې د سرلیکنې په پای کې لیکلي دي، اوس چې دا اعلان وشو چې سوله په زور راولو، نو په‌کار ده چې همدا خبره دې جدي ونیول شي.

ورځپاڼې وړاندې ارګ ته سپارښتنه کړې چې له دې خبرې په شا نه‎شي، ځکه چې د امریکا ولسمشر هم کټ مټ همدا خبره کړې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بندولو په اړه د افغان او امریکایي مشرانو څرګندونې راخیستې دي چې په‎کې د زور په وسیله د سولې د ټینګښت خبره شوې ده.

ورځپاڼې د ارګ ماڼۍ یو بیان راخیستی چې په‎کې د ولسمشر اشرف غني په حواله ویل شوي دي چې طالبانو په وروستیو بریدونو سره له سرې کرښې تېر شوي دي او له دې وروسته به سوله د جګړې له لارې ترلاسه کوو.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له قوله لیکلي دي چې طالبان د ښځو او ماشومانو په ګډون په یو مخیزه توګه بې‌ګناه انسانان وژني، نو له هغوی سره خبرې نه‌شي کېدای.

د ترورېستي ډلو د ځپلو لپاره به له ټولو امکاناتو او وسایلو کار واخیستل شي.

خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا له طالبانو سره جګړه د امریکا پخوانۍ پالېسي بللې چې د کابل د حملو وروسته په څرګند ډول مطرح شوه، که نه نو د ورځپاڼې په وینا له یوې مودې راهیسې امریکایي جنرالانو په افغانستان کې د زیات واک د ترلاسه کولو او د حملو د زیاتولو غوښتنه کوله چې ومنل شوه.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ارګ ماڼۍ د یو بیان په حواله لیکلي دي چې د ترورېستي ډلو د ځپلو لپاره به له ټولو امکاناتو او وسایلو کار واخیستل شي.

ورځپاڼه د ارګ ماڼې د بیان په استناد لیکي چې طالبانو ته زیات فرصتونه ورکړل شول، خو دوی ترې ګټه پورته نه‎کړه او ترورېستي حملو ته‌یې دوام ورکړ.

ورځپاڼې دا هم لیکلي دي چې له دې مخکې هم ولسمشر اشرف غني ویلي و چې طالبان لږ فرصت په واک کې لري چې د سولې د خبرو لپاره ترې باید کار واخلي.

ورځپاڼې وړاندې د امریکا د ولسمشر د څرګندونو یوه برخه هم راخیستې چې ویلي دي، نور نو له طالبانو سره خبرې نه‌کوي او هڅه‌یې دا ده چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې بن بست پای ته ورسوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یو تفصیلي مطلب کې ټینګار کړی دی چې د ترهګرو پر ضد د نړۍ د سترو هېوادونو رښتینې او غوڅه مبارزه اړینه ده.

ورځپاڼې وړاندې خپل بحث پراخه کړی چې په‎کې په نایجریا، فلسطین، یمن، سوریې، عراق او د سوډان جګړو ته هم اشاره شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغانان او د دغو جګړه ځپلو هېوادونو خلک چې له کلونو کلونو ځورېږي، د نړۍ له سترو هېوادونو غواړي چې د ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو هېوادونو پر ضد دې له جدیت او قاطعیته کار واخلي او د پاکستان په څېر د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو مشران دې هم د عراق او لیبیا د استبدادي رژیمونو د مشرانو له برخلیک سره مخامخ کړي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د ناټو د سرمنشي څرګندونې راخیستي چې سپارښتنه‌یې کړې چې په افغانستان باید د سولې او پخلاینې هڅې دوه برابره تېزې شي.

ورځپاڼه لیکي چې د ناټو سازمان سرمنشي په کابل کې د وروستیو پېښو په اړه په خپل غبرګون کې له افغانانو سره خپل یووالی اعلان کړ او په اوښتې مرګ ژوبلې یې خواشیني څرګنده کړه.

ورځپاڼه لیکي:

د ناټو سرمنشي ټینګار کړی چې یو باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی او د ده په خبره د سیمې ټول هېوادونه باید په دې برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.