د سوچي په غونډه کې د سوریې په اړه څه پرېکړې وشوې؟

روسیه پرون د سوچي په تفریحي ښار کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه کنفرانس کوربه وه.

دا کنفرانس چې "د سوریې د ملي ډیالوګ د کانګرس" په نوم جوړ شوی و، د سوریې د اپوزېسیون رهبرانو ورسره پرېکون وکړ او همدارنګه بریتانیا، فرانسې او امریکا هم په‌کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

هغه اعلامیه کې چې د دې کنفرانس په پای کې خپره شوه، د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا په‌کې ټینګار شوی او په‌کې غوښتنه شوې چې د سوریې راتلونکی دې د ډموکراتیکو انتخاباتو له لارې وټاکل شي.

په اعلامیه کې بشارالاسد ته چې له ۲۰۰۰ میلادي کال راهېسې واکمن دی اشاره نه‎ده شوې، خو ویل شوي چې د سوریې امنیتي ځواکونه دې وساتل شي.

لوېدیځ بیا د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې د جلا خبرو ملاتړ کوي چې تر اوسه د سوریې د کورنۍ جګړې په پای ته رسولو کې ناکامې شوې دي.

د دې خبرو اترو وروستی پړاو تېره اوونۍ په ویانا کې و.