نشنل انټرسټ د افغانستان لپاره د امریکا پالېسي څېړلې

د نړۍ یو شمېر مشهورو رسنیو په افغانستان کې د امریکا د پالېسۍ پر مسئلې تمرکز کړی دی.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې د یوې اوونۍ په ترڅ کې له خونړیو پېښو څرګنده شوه چې د امریکا پالېسي څرنګه په دې هېواد کې ناکامېدای شي.

ورځپاڼې یو شمېر هغو بریدونو ته چې په کابل او ولایتونو کې وشول، اشاره کړې ده.

د دې اکثرو حملو مسؤلیت طالبانو منلی دی.

تر دې بریدونو وروسته ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل چې متحده ایالات به له طالبانو سره د سولې خبرې ونه‌کړي.

ټرمپ طالبانو ته د بې‌رحمه خطاب وکړ چې د ده په وینا ماشومان او ښځې وژني.

واشنګټن پوسټ لیکي:

وروستیو سختو شخړو د افغانستان یو ځورونکی واقعیت رابرسېره کړی، داسې واقعیت چې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو له ۱۶ کلنۍ جګړې وروسته بیا هم ښکاري چې طالبان او نورې ترورېستي ډلې یو ځل بیا پیاوړې شوې دي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، د افغانستان د ستونزو په اړه د امریکا پالېسي جوړونکي ړانده نه‌دي او په خپله ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې په افغانستان کې به خپل ځواکونه له ۸۵۰۰ پوځیانو ۱۴۰۰۰ ته زیات کړي.

ټاکل شوې ده چې په لنډو وختونو کې تر ۱۰۰۰ ډېر نور امریکایي سرتېري افغانستان ته واستوي.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې هم په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته اشاره کړې او د افغانستان لپاره‌یې د امریکا پالېسي څېړلې ده.

د دې خپرونې په باور، د ټرمپ اداره نه‌غواړي چې د امریکا د مخکېني مشرتابه هدفونه تعقیب کړي.

هغه هدفونه چې په‌کې د ګرځنده افراطي وسله‌والو ګواښونه له‌منځه یوړل شي او د طالبانو له کمزوري کولو سره دغه ډله د سولې خبرو ته مجبوره شي.

نشنل انټرسټ لیکي:

د ټرمپ اداره بیا د دې پر ځای پر پوځي فشارونو تکیه کړې او هڅې کوي پر پاکستان ډیپلوماتیک فشار زیات کړي، پر هغه هېواد چې د افغان طالبانو اکثریت مشران په‌کې مېشت دي.

د خپرونې په وینا، د ستراتېژۍ له مخې د امریکا پوځي فشار به د افغانستان په ځینو برخو کې وضعیت ښایي بدتره کړي.