د کونړ دیني عالمانو وروستۍ حملې وغندلې

په کونړ کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او دولتي چارواکو د هېواد په مرکز کابل، جلال‌اباد او نورو سیمو کې د ځانمرګو او نورو بریدونو کې د وژل شویو کسانو فاتحه واخیستله او دغه بریدونه‌يې وغندل.

په کونړ کې د دیني عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالرحمن په خپلو خبرو کې وویل هېڅ ډله او هېڅ دیني عالم د بې‌ګناه مسلمانانو د وژنې فتوا نه‌شي ورکولای، بلکې ټول اسلامي اصول د مسلمان او بې‌ګناه انسان قتل د عالم قتل ګڼي او په هېواد کې روانه جګړه او ځان وژونکي بریدونه ناروا دي.

نوموړي زیاته کړه:

"رسول‌الله صلی علیه والسلام فرمايي هغه څوک چې زموږ په شان لمونځ کوي، زموږ په شان قبلې ته مخه کوي او زموږ له‌خوا د ذبح شویو شیانو غوښې خوري هغوی مسلمانان دي او د مسلمان ابرو عزت لوټل پر بل مسلمان حرام دي. دلته اسلامي قانون دی، دلته ټاکنې شوې دي، دلته منتخب اسلامي جمهوري نظام دی، پنځه وخته لمونځ کېږي، اذان کېږي، دلته عسکر او مأمور ټول مسلمانان دي، نو بیا مو ولې ځان، مال، جومات، حجره او هدیره په امن نه‌ده."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو لسو ورځو کې په کابل، ننګرهار، کندهار او هلمند کې خونړیو انتحاري او وسله‌والو حملو د چارواکو د معلوماتو پر اساس شااوخوا ۱۵۰ تنه ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل چې زیاته برخه کې ملکي وګړي و.

یادې حملې په کور دننه او بهر په سختو ټکو وغندل شوې.