غني: له وسله‌والو مخالفينو به د بې‌ګناه افغانانو د وينې غچ واخلو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له وسله‌والو مخالفينو به د بې‌ګناه افغانانو د وينې غچ واخلي.

ښاغلي غني نن دوشنبه په کابل کې د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره په یوه خبري ناسته کې د وینا پر مهال وویل، افغان حکومت به د دغو بریدونو په ځواب کې د واضحو او جدي اقداماتو په اړه معلومات ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

ولسمشر غني وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل چې دا ځل طالبانو حتی د خپلې بدنامۍ د مخنیوي لپاره هم د دې وحشت له مسؤلیت څخه انکار ونه‌کړ، ځکه دوی د خپلو بادارانو له امر څخه سرغړونه نه‌شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خونړیو حملو له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د ډېرو مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.