احدي: افغان حکومت دې د سیاسي ګوندونو اجماع جوړه او له نظریاتو دې ګټه واخلي

د افغانستان نوې ملي جبهه وايي، افغان حکومت دې په هېواد کې له روان ناوړه وضعیته د وتلو په هدف د سیاسي ګوندونو اجماع جوړه او د دوی له نظریاتو دې ګټه واخلي.

د افغانستان نوې ملي جبهه وايي، په هېواد کې د مخ په زیاتېدونکو ناامنیو، اقتصادي کمزوریو، سیاسي کړکېچونو، د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن د زیاتېدو، د قانون د حاکمیت د کمزورتیا او د داسې نورو ګڼو ناخوالو لامل، د حکومت بې‌کفایتي ده.

دا خبرې د دغې جبهې مشر انوارالحق احدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۰۹» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې او ویې‌ویل چې له یادو ناخوالو د وتلو یوازنۍ لار، د حکومت له‌خوا د سیاسي ګوندونو د اجماع جوړول او د دغو ګوندونو له نظریاتو ګټه اخیستل دي.

ډاکتر انوارالحق احدي

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"د حکومت د بې‌تدبیرۍ له امله هېواد په ډېر ژور بحران کې ډوب شوی، دا بحران دا حکومت او زموږ بهرني دوستان نه‌شي هوارولای. د حکومت مشران تل د ملي اجماع خبره کوي، خو هېڅکله‌يې د دعې اجماع د جوړولو لپاره ګام نه‌دی اخیستی، د افغانستان نوې ملي جبهه یو ځل بیا پر حکومت غږ کوي چې له اوسني بحرانه د وتلو په هدف، ژر تر ژره د افغانستان د سیاسیونو لوی مجلس جوړ کړي چې د روان بحران د حل په هکله اجماع جوړه شي."

ښاغلي احدي په هېواد او په تېره په کابل ښار کې د وسله‌والو مخالفینو پرله‌پسې بریدونو ته هم اشاره وکړه او ويې‌ویل چې د امنیتي ځواکونو د ځینو مسؤلینو د بې‌کفایتۍ او په سیاسي مسئلو کې د ښکېلتیا له امله، په خپلو ځانګړو دندو کې پاتې راغلي او خلک‌یې له امنیتي ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر خبرداری ورکړ چې که په هېواد کې روان ناوړه وضعیت دوام وکړي، د ملي یووالي حکومت به د سقوط تر حده کمزوری شي.

د یادونې ده چې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د وسله‌والو مخالفینو حملو زور اخیستی چې سلګونه کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنیتي وضیعت د خرابېدو تر څنګ په سیاسي برخه کې هم په کور دننه اختلاف زیات شوی چې تر ټولو لانجمه هغه‌یې د بلخ ولایت پر سر د ارګ او د نوموړي ولایت د مستعفي والي عطا محمد نور ترمنځ راپورته شوې موضوع ده.

په ورته وخت کې حکومتي چارواکي وايي، سره له دې چې هېواد د سیمې او نړۍ له بېلابېلو ترهګرو ډلو سره په جګړه کې ښکېل دی، خو د دې تر څنګ‌یې په سیاسي، اقتصادي او پراختیايي چارو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

امید میثم

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغان حکومت مشرتابه تل د سیاسي ګوندونو له مشرانو او ملي شخصیتونو سره ناستې کړې دي. زموږ مهمه ستونزه ناامني ده او حکومت په دې باور دی چې د ترهګرو له ملاتړو سره باید مبارزه وشي، ممکن ځینې نیمګړتیاوې موجودې وي، خو حکومت لاسته راوړنې هم لري، موږ هڅه کوو چې د دغو ټولو نیمګړتیاو کچه صفر ته راټیټه شي."

د سیاسي چارو یو شمېر افغان پوهان له دې ډلې حکمت‌الله حکمت په افغانستان کې وروستۍ نا امنۍ له سیاسي ستونزو سره تړلې ګني او وايي، په‌کار ده چې حکومت په دواړو برخو کې د ستونزو د هواري لپاره هڅه وکړي.

راپور: خان محمد سیند