وزیري: د ملي اردو د ۱۱۱مې فرقې پر جز و تام حمله کې ۱۱ تنه وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو د ۱۱۱مې فرقې پر جز و تام د نن سهار په برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت وياند تورن جنرال دولت وزیري په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دغې ډله‌ييزه حمله کې پنځو بريدګرو برخه درلوده.

د ده په خبره دوو حمله کوونکو ځان وژونکي بريدونه کړي، دوه تنه‌يې د افغان پوځيانو له‌خوا وژل شوي او يو تن‌يې نيول شوى دى.

که څه هم د اسلامي دولت ډلې يا داعش په خپل خبري اژانس اعماق کې د دې حملې مسؤليت منلى، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا حمله طالبانو کړې ده.