چارواکي: غزني کې ۴۱ طالبان او ۳ افغان سرتېري وژل شوي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې یې له تېرو څلور ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا د «نبرد اهنین» په نوم پوځي عملیات پیل کړي چې تر دا مهاله‌يې لسګونه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال تر دا مهاله ۳۶ تنه وسله‌وال طالبان او یو پولیس وژل شوي او ۳۴ وسله‌وال او ۵ پولیس ټپیان شوي دي.

هاخوا د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

د غزني د والي ویاند وایي چې تېره شپه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند موشکي سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۵ وسله‌وال طالبان او ۲ پولیس وژل شوي او ۳ وسله‌وال او یو پولیس ټپيان شوي دي.

خو وسله‌والو طالبانو د دغې نښتې په اړه څه نه‌دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې غزني د افغانستان یو له نا امنه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره، زیات شمېر سیمې یې د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.