جاپان ټایمز، کابل د ملکي وګړو لپاره تر ټولو مرګونی ښار بللی

  • جاپان ټایمز

جاپان ټایمز ورځپاڼې د کابل په صدارت څلور لاري کې د وړمه ورځېنۍ حملې په اړه چې له ۱۰۰ زیات کسان په‎کې مړه او له ۲۳۰ زیات ټپیان شول، یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼې د حقاني شبکې په اړه چې چارواکو د دې حملې مسؤله بللې د اشارې په ترڅ کې لیکلي:

د حقاني تُندلارې ډله چې مشري یې سراج‌الدین حقاني کوي د طالبانو د رژیم د پرځولو لپاره د امریکا له پوځي یرغل وروسته په ټول افغانستان کې د ډېرو زیاتو حملو پړه منلې.

ورځپاڼه د چارواکو له قوله لیکي، دا هغه حملې دي چې په وینا يې اصلي قربانیان‌یې ملکي وګړي دي.

جاپان ټایمز پلازمېنه کابل د ملکي وګړو لپاره تر ټولو مرګونی ښار بللی او لیکي:

دا برید په داسې حال کې کېږي چې وسله‎والو طالبانو او اسلامي دولت افراطي ډلې پر دې ښار حملو ته زور ورکړی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي، د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز اډمېرال مایک مولن حقاني شبکه چې د پاکستان د پوځي استخباراتو له ادارې سره د اړیکو په لرلو تورنه ده، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د «ISI» مټ او بازو بللې وه.

جاپان ټایمز د وېلسن تحقیقاتي ادارې د کارپوه مایکل کوګلمن «Michael Kugelman» له قوله لیکي چې هغه وايي، امریکايي چارواکي په خصوصي غونډو کې کله چې خپلې اندېښنې بیانوي، نو تل د حقاني شبکې په اړه خبرې کوي.

ورځپاڼه د حقاني ډلې په اړه چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې د جلال‌الدین حقاني په مشرۍ د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جګړه کوله لیکي، دا ډله د امریکا او پاکستان له‎خوا جوړه شوه.

جاپان ټایمز لیکي جلال‌الدین حقاني د خپل تنظیموونکي رول له کبله دومره شهرت ترلاسه کړ چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې «CIA» پاملرنه ورواوښته او حتی پخوانی سناتور چارلي وېلسن‌یې شخصاً لیدو ته ورغی.

ورځپاڼه لیکي:

امریکا حقاني شبکه ځکه د ترورېستي ډلې په توګه اعلان کړې چې له انتحاري حملو ډېر کار اخلي.

جاپان ټایمز لیکي، پر افغانستان د امریکا له پوځي یرغل وروسته کله چې د طالبانو او حقاني شبکې مشران پاکستان ته وتښتېدل، بېرته هلته یوځای شول او اوس پر ناټو او افغان ځواکونو همغږي حملې کوي.

  • ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې هم په یو مفصل راپور کې د کابل د وروستي برید په اړه یو تحلیل خپور کړی او لیکي:

په کابل کې په تېر مارچ میاشت کې د جرمني د سفارت مخې ته د ټانکر بمب له چاودنې وروسته چې ۱۵۰ تنه‌یې ووژل، پرونۍ حمله تر ټولو خونړۍ وه.

ورځپاڼه لیکي، په جلال‎اباد کې د ماشومانو د ساتنې د مؤسسې پر دفتر له برید وروسته افغان حکومت په هېواد کې د امنیت د ټینګولو لپاره تر سخت فشار لاندې راغلی.

ګارډین لیکي چې د جرمني د سفارت مخې ته له حملې وروسته له کلکو امنیتي تدابیرو سره سره برید کوونکی ظاهراً توانېدلی چې یو امبولانس له کومې ستونزې پرته د برید ځای ته ورسوي.

ګارډین لیکي چې طالبان د کابل په امن سیمو کې د ډيپلوماتیکو ادارو او دولتي ودانیو مخې ته د خونړيو حملو له لارې پر حکومت د خلکو د اعتماد د زیانمنولو توان لري، ځکه اوس ښايي پر ولسمشر غني فشار نور هم زیات شي، څو له خپلو هغو سیالانو سره چې د مرکز د قدرت په وړاندې خنډونه جوړوي خپلې ستونزې حل کړي او یوازې د امنیت پر ټینګښت تمرکز وکړي.