د کاتولیک مسیحیانو مشر په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وغندله

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر په کابل کې وروستۍ خونړۍ حمله وغندله او د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته‌یې دعا وکړه.

پاپ فرانسېس د یکشنبې په ورځ د سن پترزبورګ کلیسا مخې ته راټولو شویو عبادت کوونکو ته په خبرو کې د کابل د شنبې د ورځې حمله یوه وحشیانه ترورېستي حمله وبلله او ویې‌ویل چې نور څومره به خلک په افغانستان کې له دا ډول غیر انساني تاوتریخوالي کړېږي.

پاپ فرانسېس وویل، له دې حملې څو ورځې مخکې کابل د یوه بل خونړي برید شاهد و.

د هغه اشاره پر انټرکانټیننټال هوټل برید ته وه چې له ۲۰ زیات کسان په‎کې ووژل شول.

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر دا پوښتنه راپورته کړه چې تر کله به د افغانستان وګړي له دغه وحشیانه خشونت سره مخامخ وي.

پاپ فرانسېس د کابل د حملې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو او ټولو هغو خلکو ته چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کار ته دوام ورکوي، د دعا لپاره یوه شېبه چوپتیا غوره کړه.