د کابل د وروستۍ خونړۍ چاودنې په اړه د امنتیي ارګانونو ځواب!

د افغانستان د درې ګونو امنیتي ځواکونو مسؤلین وايي، د دغو ځواکونو منسوبینو د کابل ښار د پرونۍ پېښې په مخنیوي کې بې پروايي نه ده کړې بلکې د سرونو په بیه یې هڅه کړې چې دغه پېښه رامنځته نشي.

دوی وویل چې د دغو پېښو لومړني قربانیان دوی دي او وايي چې هم اوس او هم په راتلونکې کې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د خلکو د هوساینې هڅې کوي.

دا خبرې د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ویس احمد برمک او طارق شاه بهرامي او د ملي امنیت عمومي رئيس معصوم ستانکزي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۰۸»‎، د کابل ښار د پرونۍ موټربم چاودنې د پېښې د څرنګوالي د تشریح کولو او په تړاو یې د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو د توضیح په اړه وکړې.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل چې د افغانستان پرضد روانه جګړه کورنۍ نه ده بلکې د سیمې ځینې هېوادونه پکې ښکېل دي او په پوره قوت سره هڅې کوي چې له هرې ممکنې لارې کار واخلي او د افغانستان خلک ووژني.

ده وویل، د دغو ګواښونو پر وړاندې امنیتي ځواکونو هېڅ کله هم کمزوری عمل نه دی کړی.

برمک:درې واړه ځواکونه ستاسو په خدمت کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له خپلو خلکو سره دا ژمنه کوو چې ستاسي درې واړه امنیتي ځواکونه موجوده رهبري، یو ځای او په یوه غږ، ستاسې په خدمت کې دي."

په دغه ناسته کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۰ تروریستي ډلې، د سیمې د ځینو هېوادونو په مرسته فعالیت کوي، له همدې امله د دغو مجهزو ډلو پر وړاندې جګړه د پخوا په پرتله سخته شوې خو په دې معنا نه ده چې امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي او ځپلو کې پاتې راغلي، بلکې پر وړاندې یې د افغان ځواکونو له عملیاتو ښې نتیجې تر لاسه شوي دي.

طارق شاه بهرامي

ښاغلي بهرامي وویل، په وروستیو شااوخوا دوو میاشتو کې د ترهګرو پر وړاندې عملیاتو کې، څه کم ۱۲۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او له ۱۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي او همدارنګه د داعش د ډلې څه کم ۴۰۰ جنګیالي وژل شوي او ۶۸ یې ټپیان شوي دي.

سربېره پردې د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي وویل، له کومې ورځې راهیسې چې پر پاکستان د امریکا او په مجموع کې د غربي هېوادونو لخوا دغه فشارونه زیات شوي چې د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونو زور اخیستی دی.

ده وویل، امنیتي ځواکونه هره اوونۍ او هره میاشت د ترهګرو د لسګونو بریدونو پلانونه کشفوي او پر وخت یې مخه نیسي، خو کله کله که کومه پېښه رامنځته کېږي، د امنیتي ځواکونو پر بې پروايئ دلالت نه کوي.

ستانکزی:موږ اتفاق او د نظریووالی ته ضرورت لرو.

نوموړي زیاته کړه:

"نن ټول په دې پوهېږي چې د ترورېزم زېربناوې چیرې دي او پر دې ټینګار کېږي ترهغې چې د ترورېزم اصلي زېربناوې له پاکستان او سیمې نه ټولې نه شي، افغانستان سولې او ثبات ته نه رسېږي، موږ اتفاق او د نظریووالي ته ضرورت لرو چې د افغانستان خلک د دغې لویې توطیئ پروړاندې چې په سیمه کې ده، یوځای شي."

په دغه غونډه کې د یادو ارګانونو له مسؤلینو وپوښتل شول چې که استعفا ورکړئ او پر ځای مو نورکسان وګمارل شي، ایا د ترورېزم پر وړاندې مبارزه به اغېزمنه نه شي.؟

د درې ګونو امنیتي ارګانونو مسؤلینو وویل، استعفا د حل لاره نه بلکې د حل لاره زیات کار او د هېواد او خلکو د دښمنانو پر وړاندې رښتینې او غوڅه مبارزه ده او دا هغه څه دي چې امنیتي ارګانونو ترې سرغړونه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د کابل ښار د جمهوریت د روغتون او د کورنیو چارو د وزارت د پخوانۍ ودانۍترمنځ لاره کې، د وسله والو طالبانو د موټر بم په چاودنه کې، د کورنیو چارو د وزیر د معلوماتو له مخې ۱۰۳ کسان ووژل شول او ۲۳۵ په کې ټپیان شول.

راپور: خان محمد سیند

Your browser doesn’t support HTML5

له موټر بم چاودنې یوه ورځ وروسته