د کابل په وروستي برید کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۳ ته ورسېد

د کابل ښار صدارت څلور لارې په پروني برید کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۳ تنو ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن یکشنبه په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په دې برید کې ۲۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ځينو جسدونو هویت لا تراوسه مشخص شوی نه دی او عدلي طب په دې برخه کې کار کوي.

دغه برید چې مسؤلیت یې وسله والو طالبانو منلی، تر ډېره یې قربانیان ملکیان دي.