د افغانستان جمهوري ریاست په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د وروستیو ترهګريزو بریدونو قربانيانو ته د درناوي په خاطر د حکم په صادرولو سره نن یکشنبه ملي ماتم اعلان کړ.
ارګ ماڼۍ ویلي له همدې امله به په هېواد کې او له هېواده بهر په سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان بیرغ نېمه ځوړند وي.
د ارګ په دغه بیان کې راغلي، د قربانیانو کورنیو او ټپیانو ته د ښې رسیدګۍ په هدف سبا یوازې په کابل کې عمومي رخصتي اعلانوي.
همدارنګه به بل سبا یعني د سې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو قریانیانو روح ته د دعا په خاطر د عظیم الشان قران د ختم مراسم پر ځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې موټر بم حملې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واړول.