د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د طالبانو او "هغې ترورېستي زېر بنا" پر ضد چې ملاتړ يې کوي، "قاطع عمل" وکړي.
ډونالډ ټرمپ بېګا په کابل کې د پرونۍ خونړۍ حملې په اړه په ځانګړي بیان کې وویل:
"زه دا کرغېړنه حمله چې ګڼ شمېر بې ګناه، ملکي وګړي په کې ووژل او لسګونه کسان زخمیان شول غندم. دا قاتلانه حمله زموږ او زموږ د افغان شریکانو تعهد نوی کوي."
د امریکا د ولسمشر په بیان کې راغلي:
"اوس باید ټول هېوادونه د طالبانو او د هغوي د ملاتړ کوونکې ترورېستي زېر بنا پر ضد پرېکنده عمل وکړي." خو نور توضیحات یې نهدي ورکړي.
په کابل کې د پرونۍ حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو واخېست.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ تنه زخمیان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حمله کوونکي له امنیتي پوستو د تېرېدو لپاره چاودېدونکي مواد په یوه امبولانس کې پټ کړي وو.
د پرونۍ حملې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم ورته خبرې کړې دي.
ټېلرسن ویلي:
"ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي، مسؤلیت لري چې د طالبانو د تشدد د پایته رسولو لپاره قاطع ګامونه پورته کړي."
هغه پرونۍ حمله په شدت غندلې او ویلي یې دي چې امریکا په کلکه د افغانانو د هڅو ملاتړ ته ولاړه ده چې په خپل هېواد کې سوله، امنیت او ثبات غواړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه د ټېلرسن په حواله لیکل شوي:
"هغو کسانو په وړاندې زغم نهشي کېدلای چې د ترورېستانو ملاتړ کوي یا پناه ځایونه ورته برابروي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي:
"پر ملکي وګړو د حملې لپاره له امبولانسه کار اخېستل د افغانانو او ټولو هغو خلکو په وړاندې چې د سولې ټینګولو هڅې کوي غیر انساني بې پراويي څرګندوي. دا کار د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي."
د امریکا حکومت تېره اوونۍ د کابل ښار پر انټر کانټنینټال هوټل تر وسلهوالې حملې وروسته، پر پاکستان غږ وکړ چې د وسلهوالو طالبانو مشران فوراً ونیسي، یا یې له خپلې خاورې وشړي.
د امریکا حکومت همدا راز د حقاني شبکې او طالبانو شپږ کسان د ترورېستانو په تور لېست کې شامل کړل چې د طالبانو په رژیم کې د افغانستان د مرکزي بانک رئیس عبدالصمد ثاني هم په کې شامل و.
ټېلرسن په وروستیو خبرو کې د پاکستان په اړه څه نهدي ویلي، خو په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وويل:
"په دې کې شک نشته چې څومره پوځي فشار زیاتېږي، د جګړې ډګر به لا تودېږي، پاکستان او د پاکستان په ادارو کې د ترورېستانو پلویان او یو شمېر ترورېستي ګروپونه به داسې غبرګونونه څرګند کړي خو هغو به بلاخره ناکام شي."
خو د پاکستان حکومت په کابل کې پرونۍ حمله غندلې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه لیکل شوي:
"موږ د ترورېزم د ريښو د ایستلو لپاره د دولتونو ترمنځ د هماهنګو او اغېزمنو هڅو پر اړتیا ټینګار کوو."
پرونۍ حمله د په کابل کې د صدرات څلور لارې او جمهوریت روغتون ترمنځ سیمه کې وشوه چې د سولې د عالي شورا او اروپايي اتحادیې دفترونه، د هند سفارت او د یو شمېر نورو هېوادونو سفارتونه ورته نېږدې دي.
Your browser doesn’t support HTML5
د هند ولسمشر رام ناټ ګووند پر ټوېټر لیکلي:
"د ترورېزم له ځواکونو سره په جګړه کې هند اوږه په اوږه د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی."
د فارس خبري اژانس په حواله، د ایران حکومت هم په کابل کې حمله غندلې ده.
د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس په حواله، پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود پرون ولسمشر محمد اشرف غني ته پیغام استولی او ویلي یې دي:
"داسې جنایت او له ګناه" ډک عمل غندي."
د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چاودنه په کابل کې د هغوی د سفارت ودانۍ ته نېږدې شوې خو هېڅ کارکوونکي ته یې زیان نهدی رسېدلی.
د پاریس ښاروالۍ آنه هیدالګو پرون پر ټوېتر ولیکل چې په کابل کې د پرونۍ خونړۍ حملې د قربانیانو د درناوي او کابلیانو سره د پاریس د خلکو د غم شریکۍ څرګندولو لپاره به د شنبې په شپه د ایفل برج څراغونه مړه وي.
Ce soir, à minuit, @LaTourEiffel s%27éteindra en hommage aux victimes de l%27ignoble attentat qui a frappé le coeur de #Kaboul. La Ville de #Paris, les Parisiennes et les Parisiens sont aux côtés du peuple afghan qui fait face une nouvelle fois à la barbarie terroriste. pic.twitter.com/o0e8HCJKDU
— Anne Hidalgo (@Anne_Hidalgo) January 27, 2018
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرۍ فدریکا موګریني په یوه اعلامیه کې چې پرون ماسخوتن خپره شوه، لیکلي:
"دا کارونه د سولې د هڅو او د افغانانو ضد دي. اروپايي ټولنې د افغانستان له حکومت، خلکو او هغو کسانو سره چې سوله غواړي مرسته کړې او همکارۍ به جاري وساتي."
For the third time in under a week, civilians in Afghanistan have been the target of terrible terrorist attacks. My thoughts and the thoughts of citizens of the whole European Union are with the Afghan people after today%27s attack in Kabul. @FedericaMog
— EUinAfghanistan (@EUinAfghanistan) January 27, 2018
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ منشي میروسلاو لایچاک پر ټوېتر لیکلي:
"په افغانستان کې په وروستیو کې د تشدد زیاتېدل د اندېښنې وړ دی."
I strongly condemn today%27s suicide bombing in #Kabul. And I%27m alarmed by the recent spate of vicious attacks across #Afghanistan. #UNGA stands firmly w/ @AfghanMissionUN. We are united in our quest for peace & against terrorism.
— UN GA President (@UN_PGA) 27. ledna 2018
په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازي تدامیچي یاماموتو پر دې چې د حملې لپاره له داسې موټره چې د امبولانس په ډول رنګ شوی و، کار اخېستل شوی اندېښنه څرګنده کړې او د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار یې بللی دی.
تدامیچي یاماموتو ویلي:
"د شنبې د ورځې حمله بې رحمي ده. هغه کسان چې داسې حمله یې پلان او تنظیم کړي باید عدالت ته مخامخ شي او حساب ورسره وشي."
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل ویلي:
"د طالبانو سیمهييز بادار د افغانستان پر ښاري سیمو حملو ته شدت ورکوي چې د نړیوالو دا غوښتنه ردوي چې د ترورېزم ځالې باید لهمنځه یوسي."
صیقل پر ټوېتر لیکلي:
"د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ښايي چې پر غندنه اکتفا ونهکړي او مخکې تر دې چې لا زیات ملکي افغانان ووژل شي او ټوله سیمه د اور په ګوله بدله شي باید ضروري ګامونه پورته کړي."
Taliban%27s regional master intensifies barbaric attacks in urban areas of #Afghanistan, defying int%27l calls for addressing terror safe havens.#UNSC should act beyond mere condemnations &take necessary measures soon,before we lose more civillians &our region turns into a fire ball!
— Mahmoud Saikal (@MahmoudSaikal) January 27, 2018