ټرمپ: افغانستان به هېڅ کله د تروریستانو پټن ځای نشي

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، امریکا به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې تروریستان یوځل بیا په افغانستان کې ځاله وکړي.

ښاغلي ټرمپ د سویس په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د وینا پرمهال د نړۍ په کچه د متحده ایالاتو د ژمنو په اړه څرګندونې کولې.

هغه وویل:

"موږ د دې خبرې یقیني کولو ته ژمن یو چې افغانستان به بیا هېڅکله د هغو تروریستانو امن پټنځای نشي چې غواړي ملکي وګړِ په ډله ییز ډول ووژني."

ولسمشرټرمپ په تېره اګست میاشت کې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د ستراتيژۍ له اعلان وروسته ژمنه وکړه چې د افغانستان جګړه به ختموي.

ښاغلي ټرمپ په دې ترڅ کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي څو د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له ملاتړ څخه لاس واخلي او سولې ته یې حاضر کړي.